اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې امنې محمد د دې سازمان له يوه پلاوي سره کابل ته سفر کړی دی. دې پلاوي لومړی له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ليدلي دي.
د کرزي دفتر نن (چهارشنبه، ۲۸ د مرغومي) په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې نوموړي له افغانستان سره د ملګرو ملتونو له همکاريو مننه کړې او د دوام غوښتنه يې کړې.
همدا راز کرزي د نجونو پر وړاندې د تعليمي او تحصيلي مرکزونو پر پرانيستلو او دندو ته بيرته د ښځو پر را ګرزېدلو ټينګار کړی دی.
پخواني ولسمشر په هيواد کې د سولې او ثبات د تامين لپاره «ملي خبرې – اترې مهمې ګڼلې دي او پر ژر پيلېدلو يې ټينګار کړی دی.»
د ملګرو ملتونو پلاوی به د طالبانو له چارواکو سره هم وويني.
داسې ښکاري چې له طالبانو سره د دې پلاوي د بحث محور به د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې وې.
طالبانو ښځې او نجونې له زده کړو، تحصيل او کار څخه منع کړې دي.