غور کې يوه کورنۍ يخ وهلې؛ يو ماشوم مړ شوی او پنځه نور روغتون ته وړل شوي

اطلاعات روز: غور ولایت کې ځايي سرچينې وايي، چې د دې ولايت په مرکز فيروزکوه کې يوه شپږ کسيزه کورنۍ يخ وهلې، چې له امله یې يو ماشوم مړ شوی دی.

سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دا «فقيره» کورنۍ تېره شپه (چهارشنبه، ۲۸ د مرغومي) د سړې هوا له کبله يخ وهلې ده.

د سرچينو په وينا، دې کورنۍ د فيروزکوه ښار د «فاميلی‌ها» سيمې په يوه زاړه او ساړه کور کې ژوند کاوه.

سرچينې زياتوي، چې يو اووه کلن هلک مړ شوی او د دې کورنۍ پنځه نور غړي په بد حالت کې د غور ولايتي روغتون ته وړل شوي دي.

غور ولايت د هيواد په غربي زون کې يو غرنی او سوړ ولايت دی. د راپورونو له مخې، د تېرې اونۍ په وروستيو کې په دې ولايت کې د هوا منفي درجه ۳۳ ثبت شوې وه.

له بله اړخه، له تېرو لسو ورځو راهيسې په ټول هيواد کې د هوا د حرارت درجه ټيټه شوې.

د طالبانو د سرپرست حکومت له حوادثو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو پر اساس، د مرغومي/جدې له ۲۰مې نيټې راهيسې په ټول هيواد کې تر اوسه د سړې هوا له کبله ۷۸ تنه مړه شوي او ۷۷ زره څاروي تلف شوي دي.