د طالبانو په جامه کې وسله والو کسانو د يوه زرګر سره زر او پيسې لوټ کړې

اطلاعات روز: د کاپيسا ولايت حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې سرچينې وايي، چې وسله والو کسانو چې ځانونه يې د طالبانو د استخباراتو ځواکونه معرفي کول، د سرو زرو یو دوکان لوټ کړی دی.

د سرچينې په وينا، دا کسان چې په يوه رنجر موټر کې سپاره وو، چې تېر ماښام (چهارشنبه، ۲۸ د مرغومي) يوې زرګرۍ ته ننوتي، د دوکان مالک يې سخت وهلی او د هغه د طلا او پيسې يې ځنې وړې دي.

دې سرچينې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې د دې زرګرۍ مالک د حصه اول کوهستان ولسوالۍ د «شيرخان خيل» کلي اوسېدونکی دی.

کاپيسا کې د طالبانو ځايي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ پروان کې د طالبانو په نوم وسله والو کسانو اووه مسافر وړونکي موټر او يو کور لوټلي وو.