انځور: تسنیم خبري اژانس

خليلزاد: طالبان دې د مولوي عبد الحميد خبرو ته غوږ ونیسي

اطلاعات روز: د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هغو طالب مشرانو څخه چې د نجونو د تعلیم مخالف دي، غوښتي چې د ايران په زاهدان کې دې د اهل سنتو د امام عبد الحمید اسماعيل زهي خبرو ته غوږ ونيسي.

عبد الحميد د جمعې ورځې خطبه کې په خپلو خبرو کې ويلي، چې ښځې او نارينه مساوي حقونه لري. ده ټينګار کړی چې د ښځو حقونو او حرمت ته بايد پاملرنه وشي.

نموړي په ۲۰۲۱ کال کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دې ډلې ته د بريا مبارکي ورکړې وه. عبد الحميد هغه مهال د طالبانو دفاع کړې وه او د ښځو او بشري حقونو په اړه د دوی د نظر بدلون ته په اشاره يې ويلي و: «زه نړيوالو ته ډاډ ورکوم چې د نن ورځې طالبان، د شلو کلونو وړانديني طالبان نه دي؛ دوی تجربه تر لاسه کړې او په نظرياتو کې يې بدلون راغلی دی.»

د مولوي عبد الحميد د ادعا بر خلاف طالبانو د نويمو کلونو په څېر اوس هم د ښځو او نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې تړلې دي.

دا پېژندل شوی ايرانی روحاني د طالبانو سياستونو ته له اشارې کولو پرته وايي، چې علم پر نر او ښځه فرض دی او «هيڅ نظام او حکومت نشي کولای چې د ښځې او يا نارينه د تعليم مخه ونيسي.»

خليلزاد چې له طالبانو سره يې مذاکرات کړي او له دې ډلې سره يې د سولې تړون لاسليک کړی دی، د مولوي عبد الحميد د خبرو په بيا خپرولو سره يې پر ټويټر ليکلي: «د طالبانو هغه رهبران بايد د مولوي عبد الحميد خبرو ته غوږ ونيسي چې په ښوونځيو او پوهنتونو کې يې د نجونو او ښځو زده کړې بندې کړې دي.»

د خليلزاد په باور د طالبانو يو شمېر مشران د نجونو د زده کړو مخالف دي، نه ټول.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دغې ډلې لومړی تر شپږم ټولګي پورته نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې وتړلې. وروسته يې په پوهنتونو کې د نجونو لوړې زده کړې وځنډولې او په غير دولتي بنسټونو کې يې د ښځو پر کار هم بنديز ولګاوه.