د پکتيکا چهاربران اوسېدونکي: د ژوند له لومړنيو اسانتياوو بې برخې يو

اطلاعات روز: چهاربران د پکتيکا ولايت له مرکز ښرنې سویل لویديځ ته ۴۰ کيلو مترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې تازه د طالبانو حکومت رسمي چوکاټ ته داخله شوه، د سېمې اوسېدونکي يې وايي لاهم ورته د ژوند لومړنۍ اسانتياوې نه دي برابرې او ژوند يې خورا ستونزمن دی.

دوی په روغتيا، رغونې، پوهنې او مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسي برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د چهاربران یوه اوسېدونکي جان محمد اطلاعات روز ته وويل، چې په سيمه کې يې ماشومان زده کړو ته د نه لاسرسي ترڅنګ ښوونځي، مسلکي ښوونکي او درسي کتابونه نه لري او لاهم ډیرې نورې نیګړتیاوې شته چې نه دي پوره شوي.

هغه همدا راز زياته کړه چې د سيمې خلک مخابراتو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي او د عادي اړيکو نيولو لپاره د غرونو لوړو څوکو ته پلی مزل کوي.

نوموړي وويل: «چهاربران په تېر حکومت کې هم له هر ډول امتيازاتو بې برخې وه او د دې حکومت له دوه کلونو تېرېدو وروسته بيا هم د طالبانو حکومت د خلکو ستونزو ته پام نه دی کړی، مشکلات خو تر ډېره مونږ په پوهنې برخه کې لرو، مخابراتو کې انټرنیټ کار نه کوي او سړکونه مو خراب دي.»

د دغې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي او قومي مخور حاجي جمال روغتيا برخه کې له اړونده ادارو د شته مشکلاتو د حل غوښتنه وکړه، هغه وويل په چهاربران کې کلينیک د ولسوالۍ اوسېدونکو ته په ښه ډول خدمات نشي وړاندې کولی او د روغتيايي وسایلو له کمښت سره مخ دي.

جمال وايي: «دلته مونږ په چهاربران کې يو کلينیک لرو، په هغه کې ډاکټران کم دي، دواګانې دومره نه پيدا کيږي چې مريضانو ته يې ورکړي او همداسې نور د صحت وسايل پکې نشته که وي ټول تخريب شوي دي.»

د دغې ولسوالۍ د رسمي پرانيستې په مراسمو کې د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو والي هم د تېرو دوو لسيزو جګړو پر مهال د خلکو ستونزې پرځای وبللې او ډاډ یې ورکړ چې په پوهنې، روغتيا او نورو هغو امکاناتو برخه کې به د سيمو خلکو ته هماغه ډول ځانګړې پاملرنه کيږي چې د نورو ولسواليو لپاره شوې ده.