طالبانو ننګرهار کې د ۱۰۰۰ ټنه قیمتي ډبرو د قاچاق په تور د پنځه تنو د نیول کیدو خبر ورکړ

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې دې ولایت کې یې د ۱۰۰۰ ټنه قیمتي ډبرو د قاچاق په تور د دوو بهرنیانو په ګډون ۵ کسان نیولي دي.

د افغانستان لپاره د طالبانو د ضد استخباراتو رييس ډاکټر بشير نن (شنبه، ۱ د سلواغې) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، يادو کسانو غوښتل چې د ليتيم په نوم دغه قيمتي ډبره له کونړ ولايت څخه لومړی جلال اباد ښار او بیا یې د تورخم او نور لارو پاکستان، تاجکستان او نور بهرنیو هیوادونو ته قاچاق کړي.

نوموړی وايي، د دغو قيمتي ډبرو د قاچاق په تړاو پنځه کسان نيول شوي چې دوه يې بهرنيان دي، خو د بهرنيانو د هويت په تړاو يې معلومات ورنکړل.

بل لور ته د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت د عوايدو د تنظيم رييس مولوي محمد رسول عقاب وایي، په تېر جمهوري حکومت کې دغه ډبرې کيلو په پنځه افغانۍ پاکستان او نورو هيوادونو ته قاچاق کېدلې،خو واک د طالبانو له رسېدو سره سم دوی د وزارت په لابراتوار کې دا ډبرې معاينه کړې چې تر ۳۰ سلنه يې ليتيم درلود نو ځکه يې کاروبار او استخراج بند شوی دی.

نوموړی د کانونو په خپل سري ډول د کیندولو پر مخنیوي او د قیمتي ډبرو د قاچاق پر مخنیوي ټینګار کوي او وايي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې دا ډول قيمتي او ارزښتمن توکي او ډبرې له هيواده قاچاق کړي.

هغه زياته کړه، چې يادې قيمتي ډبرې د کانونو او پټروليم وزارت ته وسپارل شوې او د نيولو شويو کسانو دوسيې به عدليي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د معلوماتو له مخې، له ليتيم ډبرينو موادو څخه د نورو کارونو ترڅنګ د بټريو د جوړېدو په برخه کې هم ګټه اخېستل کېږي.