سبا په ۱۳ ولايتونو کې د پوليو واکسين کمپاين پيلېږي

اطلاعات روز: د پوليو يا هم د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ کمپاين سر له سبا (دوشنبه، ۳ د سلواغې) په ۱۳ ولايتونو کې پيلېږي.

دا په روان ميلادي کال کې د واکسين ورکولو لومړنی کمپاين دی. ټاکل شوې چې دا کمپاين به د روانې اونۍ تر پنجشنبې ورځې پورې په ختيځو، سويلي او لوېديځو ولايتونو کې روان وي.

د هرات د عامې روغتيا د کتلوی معافيت آمر ډاکټر عبد الحميد رحماني وایي، تمه ده چې د کمپاين په دې دوره کې د دې ولايت ۲۷۷ زره هغو ماشومانو ته واکسين ورکړل شي چې عمر يې تر پنځو کلونو کم وي.

په تېر کې د جګړې له امله د هرات د لېرې پرتو ولسوالیو په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د واکسین کمپاین نه پلي کیده.

افغانستان او پاکستان يوازيني هيوادونه دي چې تر اوسه د پوليو په له منځه وړلو نه دي بریالي شوي.

د تېر ميلادي کال پر مهال په افغانستان کې د پوليو د دوو مثبتو پېښو راپور ورکړل شوی و.