هرات کې یوه سړي خپله ښځه او د هغې مور وژلي دي

اطلاعات روز: هرات ولایت کې سرچینې وايي، چې د دې ولایت په کهسان ولسوالۍ کې یوه سړي خپله ښځه او د هغې مور وژلي دي.

سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دا پېښه تېره شپه (یکشنبه، ۲ د سلواغې) د کهسان ولسوالۍ په اسلام کلا ښارګوټي کې را منځ ته شوې ده.

د سرچینو په وینا، دې سړي د کورنیو اختلافاتو له کبله خپله ښځه او د هغې مور په ډزو وژلي دي.

په هرات کې د طالبانو امنیتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ورځنیو شمېرو له مخې په تېر یو نیم کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په هېواد کې د قتل او کورني تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي دي.