کندهار کې د پوليو واکسين کمپاين د ښځينه کارکوونکو له شتون پرته پېل شو

اطلاعات روز: کندهار ولايت کې د پوليو یا ګوزڼ ناروغۍ واکسين د تطبیق کمپاين د ښځينه روغتیایي کارکوونکو له شتون پرته جومات پر جومات پېل شو.

په دې کمپاین کې پخوا ښځو هم برخه اخیسته؛ خو کندهار کې ځايي سرچينې وایي، چې نن (دوشنبه، ۳ د سلواغې) دې ولايت کې د پوليو واکسين داسې حال کې پېل شو چې ښځینه روغتیایي کارکوونکو پکې شتون نه درلود.

کندهار کې د روغتيا نړيوال سازمان يو تن کارکوونکي اطلاعات روز ته وويل، چې د طالبانو د حکومت د فرمان په اساس به دغه ولايت کې ښځينه کارکوونکې تر نامعلومې نیټې د واکسین کمپاین کې ګډون نه کوي.

د سرچينې په وینا، دغه امر يواځې په کندهار کې د اجرا وړ دی او هلمند، ارزګان، زابل او نيمروز ولايتونه ترې مستثنا دي.

ورته مهال د ماشومانو د ملاتړ نړيوال صندوق يا د يونيسف يو تن روغتیایي کارکوونکی وایي، له دې وروسته به کندهار ښار او ولسواليو کې د پوليو ضد واکسين د تطبيق چارې نارينه پرمخ وړي.

د سرچينې په وينا د پوليو واکسين د مسجد په مسجد کېدو وروسته زرګونه ماشوما له واکسين څخه بې برخې شوي دي.

سرچینې وویل:« تر هغو چې طالبانو او د ملګرو ملتونو سازمان استازو خپل ترمنځ تفاهم نه وي کړی کندهار کې ښځو ته د پوليو ضد واکسين په کمپاين کې د وظيفې اجرا کولو اجازه نه ورکول کېږي، کېدای شي ددې ستونزې سره د ډېري مودې لپاره موږ لاس او ګریوان اوسو، خو بې له ښځينه کارکوونکو موږ کار نه شو کولای.»

د روغتیایي مسوولینو په وینا کندهار يو له هغو ولايتونو څخه شمېرل کېږي چې د هر کمپاين پرمهال پکې ۴۵ سلنه ماشومان له واکسین بې برخې کېږي.

د کندهار د عامې روغتيا مرستيال ډاکټر سيد احمد شاداب وايي، دا ځل به کندهار کې څه باندې ۶ لکه او ۲۷ زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين درې څانګې ورکول شي.

په تېر کې د جګړې له امله د کندهار او هلمند په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د واکسین کمپاین نه پلي کیده.

افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو په له منځه وړلو کې نه دي بریالي شوي.

تېر کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.