د ننګرهار د کلیو او پراختیا ریاست تر چتر لاندې له درې زرو ډیرې پروژې نیمګړې پاتې دي

اطلاعات روز: د ننګرهار لپاره د طالبانو د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس وایي، په دغه ولایت کې له درې زرو ډیرې پراختیایي پروژې نیمګړې پاتې دي.

مولوي قسمت الله مجاهد چې نن (سې شنبه، ۴ د سلواغې) د خپلو لاستو راوړنو په اړه په مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې وویل ، چې د تیر یوه کال په موده کې یې ۳۹۴ پروژې په بیلابیلو برخو کې بشپړې کړي او ۸۳ یې تر کار لاندې دي او د دې ترڅنګ د ۸۱ نورو پروژو پېل لپاره یې سروې پيل کړې ده.

نموړی همداراز زیاتوي چې شاوخوا ۳۰۴۶ بیلابیلې پروژې لا هم نیمګړې پاتې دي، چې له جملې یې یوازې درې زره د ولسي تړون پروګرام اړوند دي.

مجاهد زیاتوي: «په ننګرهار کې دوه ډوله پروژې نیمګړې پاتې دي چې یو یې د نړیوال بانک پورې اړه لري لکه  ولسي تړون او بل یې د مالیې وزارت پورې اړه لري.»

د کلیو او پراختیا رییس وايي، په پراختیايي پروژو کې لومړیتوب هغه سیمو ته ورکوي، چې د تېرو جګړو پرمهال محرومې پاتې شوې دي.

بل لورته بیا عام خلک د پراختیايي پروژو برخه کې له حکومت نه ګیله من دي.

د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکی نصرت الله وایي، اړونده ادارې یواځې ښار او ښار ته نږدې ولسوالیو کې د ولسوالۍ شاوخو کلیو ته پام کوي او لېرې پرتې سیمې ترې هېرې وي.

نصرت الله زیاته کړه: «په ټولو سیمو کې دې یو ډول پروژې پلې شي ځکه یوازې هغه سیمو کې دا پراختیایي پروژې پلې کیږي چې ښاري سیمو ته نږدې وي.»

د کلیو پراختیا ریاست چارواکي هم ډاډ ورکوي، چې دوی به په مساویانه ډول سیمو ته پراختیایي پروژې ورکوي، خو وایي د دوی مالي برخه د محدودیتونو له امله یو څه ټکنۍ ده.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسیدو څه کم دوه کاله کېږي، خو لاهم د نړۍ هېڅ هېواد دغه ډله د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نده پېژندلې او همدا لامل دی، چې پر بانکي سیسټمونو هم بندیزونه پرځای دي.