اطلاعات روز: د اعتراض کوونکو ښځو يوه ډله د زده کړو د نړيوالې ورځې په مناسبت په يوه سرپټي ځای کې راټولې شوي او د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو د بنديز په تړاو يې اعتراض کړی دی.
دوی شعار ورکوي چې طالباني زده کړې نه غواړي، بلکې د دې ډلې د حذف غوښتونکې دي.
دغو اعتراض کوونکو د ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو بنديزونو ته په اشارې سره وویل، چې دا ډله ښځځپونکې ده او غواړي چې ښځې له ټولنې حذف کړي.
اعتراض کوونکو ښځو په افغانستان کې پر ښځو تاوتريخوالي ته د بشري حقونو د بنسټونو او ملګرو ملتونو د پاملرنې غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې له طالبانو دې د دوی د اقداماتو په اړه پوښتنه وشي.
دوی ټينګار کړی چې نړيوال بنسټونه په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو د نقض په تړاو عملي او جدي اقدامات نه کوي.
نن (سېشنبه، ۴ دلو/ ۲۴ جنوري) د زده کړو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (يونسکو) دا ورځ د افغانستان له زده کړو بې برخې نجونو ته ځانګړې کړې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنټونيو ګوتريش د دې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې ويلي چې اوس د هغو ټولو تبعيضي قوانينو او تګلارو د پای ته رسولو وخت دی چې زده کړو ته د لاسرسي مخه نيسي. ده ويلي: «زه په ځانګړي توګه په افغانستان کې له حاکمو چارواکو غواړم چې د نجونو پر منځنيو او لوړو زده کړو ظالمانه او ناکام بنديز دې ختم کړي.»