کندهار کې يوه پلار خپل زوی په ډزو وژلی

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې يوه پلار خپل زوی تر لفظي شخړې وروسته په ډزو وژلی دی.

کندهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولين وايي، دغه پیښه تېره ورځ (سې‌شنبه، ۴ د سلواغې) د ډنډ ولسوالۍ «قاسم پله» ته څیرمه د یاد کس په کور کې رامنځته شوې ده.

د دوی په خبره، يوه پلار تر لفظي شخړې وروسته خپل تازه ځوان شوی زوی وژلی او له کوره په تیښته بريالی شوی دی.

د یادې وژنې اصلي علت نه دی څرګند، خو طالب ځواکونه وایي چې د یاد کس د نیولو او د پیښې په اړه یې پلټنې پېل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې څو میاشتې وړاندې هم یاده ولسوالۍ کې یو بل پلار خپل درې ځامن وژلي وو.