اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د زده کړې د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې ويلي، چې هيواد يې د افغانستان د ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ دی او د دوی ټولو لپاره، له کوم خنډ پرته زده کړو ته د لاسرسي غوښتونکی دی.
ده په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د طالبانو له لوري له خپل دې انساني حق څخه په سيسټماټيکه توګه محرومې شوې دي.
پرون (سېشنبه، ۴ د سلواغې) د زده کړې نړيواله ورځ وه.
د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (يونسکو) دا ورځ له زده کړو محرومو افغان نجونو ته ځانګړې کړې وه.
دغه راز د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري په يوه ټويټ کې له طالبانو غوښتي، چې د ښځو پر زده کړو او نجونو نه دفاع کېدونکی بنديز دې ختم کړي.
نموړې ويلي، چې د يوې بلې ماتې او جګړې د مخنيوي لپاره بايد د افغانستان ټول وګړي هڅه وکړي چې د طالبانو د سياستونو مخه ونيسي.