له کار او زده کړو څخه د ښځو محروميت؛ حقاني: محروميت دایمي نه دی، د نظرونو تفاوت حل کېږي

اطلاعات روز: د طالبانو د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزير سراج الدين حقاني په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستيال مارټين ګريفيتس سره په ليدنه کې ويلي چې له کار او زده کړو څخه د ښځو محروميت همېشنی نه دی، بلکې د ده په وينا د طالبانو په زدکړييز نظام کې د نظرونو توپير شته دی چې حل به شي.

د دې ليدنې په اړه د طالبانو د کورنيو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ګريفتيس د ښځو پر کار او زده کړې ټينګار کړی دی.

د دې خبرپاڼې له مخې، حقانيی ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال ويلي: «موږ بايد د يوه – بل پر کړنو تر حد زياتې نيوکې ونه کړو، ځکه تر حد زياتې نيوکې د تفاهم مخنيوی کوي خو د ښځو پر زده کړو او کار ټينګار کوم او دا ستونزه بايد ژر تر ژره حل شي.»

حقاني يې په ځواب کې ويلي چې «د ښځو د کار او زده کړو په برخه کې همېشنی محروميت مطرح نه دی او د زکړييز نظام په برخه کې نظري توپيرونه شته چې حل به شي.»

همدا راز د طالبانو د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د حقاني په وينا کښل شوي چې افغانستان نېمه پېړۍ په جګړه کې تېر کړی او زده کړې د دې ټولنې بنسټيزه اړتيا ده.

ده ويلي چې «د يوه نظام په منځته راتلو سره اوس اړتيا داده چې د افغانستان پر پښو درولو لپاره زياتې خولې توی شي.»

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې تر لسيزو وروسته په افغانستان کې سرتاسري امنيت راغلی او نړۍ بايد د دې پرمختګونو ملاتړ وکړي.

سره له دې چې طالبان د امنيت په اړه ادعاوې کوي، خو لا هم افغانستان د نړۍ تر ټولو نا امنه هيواد دی.

په ورته وخت کې دا هيواد په بشري ناورين کې ښکېل دی او نيم نفوس يې له لوږې سره مخ دی.

په وروستيو اونيو کې تر ۱۰۰ ډېر کسان د یخ له کبله مړه شوي دي.