د فقر او ژمي په منګولو کې؛ نه د خوراک لپاره ډوډۍ شته او نه يې د اخيستلو پيسې

اطلاعات روز: زرمينه ۴۳ کلنه ده، له سهاره تر ماښامه کراچۍ په لاس د کابل کوڅو کې ګرځي تر څو خپل اولادونه له لوږې وژغوري. د زرمينې مېړه وړاندې لاسي کراچۍ درلوده او له دې لارې يې کولای شول چې تر يوه حده د خپل کور اړتياوې پوره کړي، خو پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو او په هيواد کې تر سخت اقتصادي بحران وروسته، د زرمينې د مېړه عايد د هغوی د ورځني ژوند لپاره بس نه و. زرمينه وايي: «مېړه مې پرلپسې درې اونۍ بې‌کاره پاتې شو. ماته راغی او اوښکې يې بهيدلې چې څرنګه به مو اولادونو ته ډوډۍ پیدا کوو.»

زرمينې هوډ وکړ چې له مېړه سره د مرستې او کار کولو په خاطر له کوره ووځي. دا له دوکانونو کم بیه توکي اخلي او په کوڅو کې په ګرځېدلو يې پلوري. د ورځې له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ افغانيو پورې عايد لري او په دې پيسو د خپل کور يو څه اړتياوې پوره کوي؛ که څه هم دا ښځه د خپل ورځني کار په پيسو نشي کولای چې لومړنۍ او د کور اساسي اړتياوې پوره کړي.

د زرمينې وړوکی ماشوم يوه اونۍ کېږي چې ناروغ شوی دی، خو دا نه ده توانيدلې چې ډاکټر ته يې د درملنې لپاره ور ولي. ماشوم يې د ژمي په سړو کې په داسې خونه کې استراحت کوي چې مناسبه دروازه او کړکۍ نه لري او له چته يې اوبه راڅڅېږي. دا خونه سخته سړه ده او زرمينې د خپل زوی د ګرمولو لپاره پر هغې يوه زړه کمپله هواره کړې ده. زرمينه وايي: «د ورځې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانيو ګټو، نه پوهېږو چې په دې پیسو ژر ډوډۍ واخلو، لرګي پرې راوړو، د کور کرايه ورکړو او که د خپلو اولادونو درملنه پرې وکړو.»

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو، د مرکزي بانک د شتمنيو له کنګل کېدو او د مالي بنسټونو او لوېديځو هيوادونو له لوري د مرستو تر بندېدو وروسته په هيواد کې د فقر او بې‌کارۍ کچه لوړه شوې ده. په تېر يوه کال کې، مرستندويو بنسټونو په افغانستان کې د اقتصادي وضعيت په اړه انديښنه ښودلې ده.

د خوراک نړيوال سازمان (WFP) د تېر کال په جون مياشت کې راپور ورکړی و چې په افغانستان کې ۱۸ ميليونه خلک بېړني خوراک ته اړتيا لري. له بله اړخه سره صليب کميټې خبر ورکړی دی چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ۷۰۰ زره خلکو خپلې دندې بايللې دي او ۹۰ سلنه خلک د ورځې تر دوه ډالره کم عايد لري. د دې کميټې له ارقامو سره سم، په افغانستان کې ۲۰ ميليونه خلک لومړني خوراکي مواد نه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) تر دې وړاندې د افغانستان اقتصادي وضعيت «تياره» ګڼلی و. دې ادارې په خپل راپور کې ويلي دي چې د افغانستان درې پر دوه نفوس په ۲۰۲۳ کال کې بشرپالو مرستو ته اړتيا لري.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له افغانستان سره نړيوالې مالي مرستې بندې شوې دي، خو د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفترونه او يو شمېر نورو مرستندويو بنسټونو خپل کارونه روان ساتلي. د طالبانو د وروستي فرمان له کبله چې له دولتي او غير دولتي ادارو سره يې د ښځو پر کار بنديز لګولی، ډیری بنسټونو له څو اونيو راهيسې په افغانستان کې خپل فعاليتونه ځنډولي او يا يې هم محدود کړي دي.

له بله لوري داسې راپورونه ورکول کېږي چې د طالبانو وروستۍ پرېکړې د ملګرو ملتونو د اونيزو مرستو د قطع کېدو لامل شوې دي. تر دې وړاندې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د مرکزي بانک وياند حسين نوري خبر ورکړی و چې نړيوالې ټولنې طالبانو ته د اونيزو نغدي مرستو ورکول بند کړي دي. که څه هم دې بانک په يوه بله اعلاميه کې دا خبره رد کړې ده، تر دې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير آنټوني بلینکن په يوه ټويټ کې ويلي و چې د ښځو د کار په اړه د طالبانو فرمان افغانستان ته نړيوالې مرستې «ګډوډولای» شي.

د افغانستان د مرکزي بانک له معلوماتو سره سم، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان بشري بحران ته د رسېدګي په موخه د نړيوالې ټولنې له لوري شاوخوا يو ميليارد او ۷۹۳ ميليون ډالره نغدي مرسته شوې ده.

یو شمیر کورنۍ د بشري مرستو د ویش بهیر غیر عادلانه بولي.

د مرستو غير عادلانه وېش

سره له دې چې د بشري وضعيت د ښه والي په موخه په سلګونه ميليونه ډالر مرسته  شوې ده، خو يو شمېر کورنۍ د دې مرستو د وېش بهير «ناعادلانه» ګڼي.

ابراهيم په هرات کې د مهاجرمېشتو سيمې د ګذر وکيل دی. د ده په وينا، فقر د دې لامل شوی دی چې د دوی د سیمې خلک خپل بډوډي خرڅ کړي. دی وايي: «د سيمې ۳۰ نفرو خپل بډوګي پلورلي دي.»

ابراهيم وايي چې د ملګرو ملتونو ډېری مرستې اړمنو خلکو ته نه رسېږي او زياته برخه يې طالبانو ته د نږدې کسانو تر منځ حيف او ميل کېږي. دی وايي چې طالبانو په يو شمېر ځايونو کې خپل استازي ګمارلي دي، مرستې د هغوی په اختيار او انتخاب سره کېږي. ابراهيم وايي: «کوم کسان چې د اړمنو خلکو د پېژندنې لپاره راځي، هغوی د طالبانو ځايي خلک دي او دا کسان د اړمنو په انتخاب کې سليقوي او قومي چلند کوي.»

د کابل يو شمېر اوسېدونکي هم ادعا کوي مرستې اړمنو ته نه وېشل کېږي، بلکې د خلکو د انتخاب معيار د مرستندويه بنسټونو له کارمندانو او يا هم د طالبانو له چارواکو سره شخصي شناخت دی. د کابل پنځلسمې حوزې اوسېدونکی احمد وايي چې د خلکو د انتخاب په بهير کې سليقوي چلند کېږي. احمد وايي: «زموږ په کوڅه کې څو کورنۍ سختې اړمنې دي. يوازې يو ځل ورته څو سېره وړه او يو اندازه غوړي ورکړل شوي دي. په نغدي مرستو کې هغوی څوک په ليست کې نه نيسي، ان د مرستو د وېش ځای ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي او د طالبانو خلک يې وهي.»

زرغونه په کابل کې له هغو سلګونو ښځو څخه يوه ده چې د اولادونو د يوې ګولې ډوډۍ پيدا کولو لپاره فقر کوي. زرغونه وايي چې په تېر يوه کال کې د نړيوالو او دولتي بنسټونو له خوا هيڅ مرسته ورسره نه ده شوې. زرغونه د پنځو اولادونو مور ده. د دې مېړه دوه کاله وړاندې مړ شو او په خپله د کور پالنه کوي.

تر دې وړاندې د خوراک نړيوال سازمان يو شمېر اړمنو کورنيو ته د خوراکي موادو او نغدي مرستو د وېش خبر ورکړی و. که څه هم د مرستو د وېش په دې بهير کې د طالبانو د مداخلې راپورونه ورکړل شوي و.

«کم عايد، ملا ماتوونکې ماليې»

حفيظ د کابل ښار پر يوه سړک د ميوې کراچۍ لري. ده وړاندې کولای شول چې له دې لارې د خپلې اته کسيزې کورنۍ اړتياوې تر يوه حده پوره کړي. خو د اقتصادي نظام تر پاشل کېدو وروسته د ده کار هم له رکود سره مخ شوی دی، همدا راز د کابل ښاروالۍ له لوري وضع شويو مالياتو د ده لپاره کار نور هم ستونزمن کړی دی.

حفيظ الله وايي چې خلک د ميوې اخيستلو توان نه لري. له همدې کبله اکثره وختونه په خالي جيب کور ته ځي. له بله اړخه طالبان يو زر او ۲۵۰ افغانۍ له کراچيو مياشتنۍ ماليه اخلي. حفيظ وايي چې د کابل ښاروالۍ مامورينو په ځلونو د دوۍ د کراچيو اجناس له دې کبله پر سړکونو غورځولي چې دوی ماليه نه وي ورکړي.

حفيظ الله د کورنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره تېر کال خپل ۱۸ او ۱۶ کلن زامن د کار لپاره ايران ته لېږلي دي. دی وايي چې له دې سره هم نه دی توانېدلی چې په ژمي کې سون توکي کور ته واخلي او اولادونه يې د ژمي د موسم لپاره سم پوښاک هم نه لري.

خلک د ژوند د لومړنیو اړتیاوو لکه خوراک او سون توکو د برابرولو توان نه لري.

شهرنو چې د کابل يوه له ګڼې ګوڼې ډکه سيمه وه، په دې وروستيو مياشتو کې هماغسې نه ده. په دې سيمه کې د رسټورانټونو، خياطانو، پلورنځايونو مسوولين او کسب کاران د بازار او کار له نشتونه شکايت کوي. له بله اړخه، تېر کال په دې سیمه کې په لسګونو دوکانونه خالي شوي دي. پلورونکي وايي چې لګښت نه برابروي.

د پلازمينې په ځينو ځايونو کې، کابل ښاروالۍ يو شمېر کسب کارانو او لاسي پلورونکو ته غرفې ورکړې دي او د هرې غرفې په بدل کې له درې څخه تر پنځه زره افغانۍ کرايه ترې اخلي. قيس د کابل ښار يو کسب کار دی، وايي چې طالبان د خلکو د اقتصادي وضعيت په اړه واقعي درک نه لري.

د کم عمره نجونو واده

د فقر او بې‌کارۍ زياتېدو له بېلابېلو اړخونو څخه د افغانستان د ماشومانو ژوند اغېزمن کړی دی. يو شمېر ماشومان د اقتصادي فقر له وجې د کورنيو له خوا د پلورل کېدو له خطر سره مخ دي.

ابراهيم په هرات کې د مهاجرمېشتو د سيمې وکيل ګذر دی، دی وايي چې د اقتصادي فقر له وجې يو شمېر کورنيو خپلې وړې لوڼې د پيسو په بدل کې واده کړې دي. د ده په وينا، د سيمې زيات شمېر اوسېدونکي د خپلو اولادونو د مړولو وس نه لري. دی وايي: «دوی لوڼې ودوي تر څو يې له کوره يو ډوډۍ خوړونکی کم شي، کومې پیسې چې د واده له لارې پیدا کوي، د کور نورو غړو ته پرې ډوډۍ برابروي.»

د بې وزلۍ او بې کارۍ زیاتوالي د افغان ماشومانو ژوند له بېلابېلو اړخونو اغېزمن کړی دی.

په تېر يوه کال کې، د کابل او ولايتونو په کوڅو کې د کاريګرو ماشومانو شمېر په بې مخينې توګه پر ډيرېدو دی. په افغانستان کې د ماشومانو ورځنی کار د کثافاتو ټولونه، بوټ رنګونه، پلۍ پلورنه او فقر کول دي.

د ظريفې مېړه روږدی دی او يو کال کېږي چې له هغه څخه هيڅ خبره نه ده. دا په همدې حالت کې د خپلو څلورو ماشومانو پالنه کوي. د کور کرايه او ورځني لګښتونه د دې لامل شوي دي چې ظريفه خپل مشر زوی چې اته کلن دی بازار ته د کار کولو لپاره ولېږي. د دې زوی پلاستيکي کڅوړي پلوري او له دې لارې د ورځې له ۳۰ څخه تر ۵۰ افغانيو پورې عايد لري.

شکيبا او بهشته د پوځ د يوه وژل شوي سرتېري لوڼې دي چې د کابل پر سړکونو ژاولي او ماسکونه پلوري. دوی وايي چې نيکه يې نشي کولای چې د دوی اړتياوې پوره کړي، مجبورې شوې دي چې دوی هم د کار کولو لپاره بازار ته را ووزي. په بازار کې ډیری دا ماشومان له زده کړې پاتې دي.

په يو شمېر کورنيو کې ماشومان بشپړ خواړه نه لري او يو شمير يې د ژمي په موسم کې په تنفسي ناروغيو اخته کېږي او کورنۍ يې هم نشي کولای چې ډاکټر ته يې بوزي.

د ماشومانو د خونديتوب سازمان (سيف د چيلډرن) د ښځو پر کار تر بنديز وروسته، د کارګرو ماشومانو د زياتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. دې سازمان چې د طالبانو تر فرمان وروسته يې په افغانستان کې خپل فعاليت ځنډولی دی، وايي: «کوم مور او پلار چې خپلو اولادونو ته خوراک نشي برابرولای، خپل اولادونه په غالب ګومان خطرناکو چاپېريالونو ته د کار لپاره لېږي.»

يوه ارزونه ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې ۲۹ هغو کورنيو چې سرپرستانې يې ښځې دي حد اقل خپل يو ماشوم کار ته لېږلی دی، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ پر مهال دا سلنه ۱۹ وه. د ماشومانو د حقونو فعالان د دې وضعيت د دوام په اړه اندېښنه ښيي. په کابل کې د آشيانه کودکان افغانستان مسوول باقي سمندر وايي چې که د کورنيو اقتصادي وضعيت ښه نشي، زيات شمېر ماشومان به د يخ په موسم کې له لوږې او يخنۍ مړه شي. پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ يو کال او شپږ مياشتې کېږي، خو تر اوسه لا هم د دې ډلې د حکومت له خوا د هيواد د اقتصادي بحران د حل په موخه کومه ځانګړې برنامه نه ده جوړه شوې. تر دې وړاندې د طالبانو رييس الوزرا په خپل پيغام کې ويلي و چې «روزي ورکوونکی خدای دی او طالبانو خلکو ته د رزق د ورکړې ژمنه نه ده کړې.»