اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ولسي جرګې د پخواني غړي نوراغا ملکزي ورور عبدالمالک ملکزی ناپيژانده وسله والو په ډزو وژلی دی.
د وژل شوي قومي مشر وراره ولي میر وایي، چې تیره شپه (چهارشنبه، ۵ د سلواغې) ناپيژانده وسله والو د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د هغه تره (کاکا) عبدالمالک په ډزو وژلی دی.
هغه زیاتوي وسله والو د شپې له تیارې څخه په استفادې د نموړي کور ته ور اوښتي او هغه یې په خپل کور کې وژلی دی.
بلخوا ننګرهار کې طالب چارواکي بیا د یاد پېښې په اړه ناخبري ښیي.
عبدالمالک ملکزی د ولسي جرګې د پخواني وکیل نوراغا ملکزي ورور و، چې په اصل د ښېوې یا کوز کونړ ولسوالۍ اوسیدونکی و او تراوسه یې واده نه و کړی.