د ننګرهار دره نور ولسوالۍ په ازاده فضا کې له رفع حاجت پاکه اعلان شوه خو ښار یې لا هم تشنابونه نه لري

اطلاعات روز: د ننګرهار روغتیا ادارې د دې ولایت سرسبزه ولسوالې دره نور له روغتیايي پلوه خوندي او په آزاده فضا کې له رفع حاجت پاکه اعلان کړه.

مسوولین وایي، په آزاده فضا کې رفع حاجت ګڼې ناروغۍ زېږوي او له همدې امله دوی هڅه پېل کړې، چې د دې ستونزې مخه ونیسي.

دننګرهار روغتیايي چارواکو د یوې غونډې پرمهال د ننګرهار دره نور ولسوالۍ له روغتیايي پلوه خوندي ولسوالۍ اعلان کړه.

مسوولین وایي، چې په لېرې پرتو سیمو کې تر ډېره ماشومان د ناپاکۍ له امله ناروغیو سره مخ وو، چې په دې سره به خوندي او له یو شمېر ساري ناروغیو وژغورل شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیا د ارتقا مسوول ډاکټر شریف احمدزی وایي، په هغو ولسوالیو کې چې پاکې اعلان شوي نسبت هغو ولسوالیو ته چې لا هم پکې خلک په آزاده فضا کې رفع حاجت کوي ساري او د اسهالاتو ناروغۍ کمه ده.

احمدزی زیاتوي: «دره نور ولسوالۍ په ازاده فضا کې له رفع حاجت څخه پاکه اعلان شوه، هغه ولسوالۍ چې رفع حاجت یې په ازاده فضا کې نه کیږي په هغه ولسوالیو کې د ماشومان د اسهالاتو او نورې د خوارځواکۍ ناروغۍ ډیرې کمې دي؛ نو په همدې اساس له خلکو هم غوښتنه کوو چې باید په ازاده فضا کې له رفع حاجت کولو څخه ډډه وکړي څو مو ټولنه له هر ډول ناروغیو خوندي وي.»

د دره نور ولسوالۍ یوه څنډه. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

دره نور څنګه او ولې پاکه ولسوالي اعلان شوه، د افغانستان دملي انسټېټیوټ لپاره د طالبانو مشر ډاکټر سیدملوک صمیم وایي، په یاده ولسوالي کې یې عامو خلکو ته ټول لومړني امکانات برابر کړي، چې له دې وروسته به د ساري ناروغیو د خپرېدو وېره هلته کمه وي.

 صمیم زیاتوي: «په دره نور ولسوالۍ خلکو ته ټول امکانات برابر شوي څو دوی مجبور نشی، چې په ازاده فضا کې رفع حاجت ترسره کړي؛ ځکه هلته نږدې شپږ زره د رفع حاجت ځایونه جوړ شوي او ټول وسایل یې هم خلکو ته ورکړل شوي نو تمه لرو چې په کومو ولسوالیو کې دا ډول امکانات خلکو ته برابر وي نو په دې ډول سیمو کې به اسهالات او نورې ناروغۍ کمې وي.»

نوموړی وایي، که ټول خلک په یوه خوله د دې ستونزې حل ته کار وکړي لېرې نه ده، چې له کلتوري اړخه به هم نیوکې را کمې او خلک به پاکوالي ته پام ډېر کړي.

صمیم زیاتوي:«خلکو ته په کار ده چې باید په ازاده فضا کې له رفع حاجت څخه ډډه وکړي او که دا کار کوي نو زیان یې ټولې ټولنې ته رسیږي نو په دې اساس خلکوته په کار ده؛ چې باید خپل ځان او ټولنې ته پام وکړي او په دې برخه کې له روغتیایي ادارو سره همکاري وکړي.

د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي هم خوښ دي او وایي له دې لارې یې په ولسوالۍ کې ساري ناروغۍ کمې شوې دي.

د دره نور ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، له کله راهیسې چې خلک په ازاده فضا کې له رفع حاجت څخه لاس په سر شوي په دې ولسوالۍ کې ساري ناروغۍ کمې شوي دي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د دره نور ولسوالۍ اوسیدونکی احمد ولي وایي، له کله راهیسې چې په دغه ولسوالۍ کې د روغتیایي ټیمونو له لوري د رفع حاجت تشنابونه جوړ شوي ورسره په یاده ولسوالۍ کې ناروغۍ هم راکمې شوي دي.

احمدولي زیاته کړه: «له کله چې په دره نور ولسوالۍ کې کینارابونه جوړ شوي، نو ورسره په دغه ولسوالۍ کې اسهالات او نورې د خوارځواکۍ ناروغۍ هم کمې شوي دي؛ نو حکومت ته په کار ده چې باید په دې برخه کې لا زیات کار وکړي څو خلک اړ نشي چې په ازاده فضا کې رفع حاجت ترسره کړي.»

که څه هم روغتیایي چارواکي د ننګرهار یو شمیر ولسوالۍ په ازاده فضا کې له رفع حاجت پاکې اعلانوي، خو لا هم د دغه ولایت مرکز جلال اباد ښار ته راتلوونکې مسافر او په ځانګړي ډول د تشنابونو نشتوالی مېرمنې له کړاو سره مخ کړي.

جلال اباد ښاریان په ځانګړي ډول ښځې په ښار کې د لازمو روغتیايي خدمتونو د نشتون له امله نیوکه کوي، په دغه ښار کې د لاس مینځلو په ګډون د لازمو او مناسبو روغتیايي اسانتیاوو نشتون، ډېری ښاریان په ځانګړي ډول ښځې اندېښمنې کړي او ورسره په خوا کې په ښار کې ډېرانونه هم زیات شوي دي.

د جلال اباد ښار یو اوسیدونکي انور شاه وویل: «د ښار پاکوالی او نظافت د ټولو لپاره یوه جدي اړتیا ده، نو موږ باید د جلال اباد ښار په هرځای کې د لاس مینځلو او رفع حاجت لپاره ځانګړي ځایونه ولرو، خو تراوسه دا ډول ځایونه ډیر کم دي چې په نشت حساب دي او ښځینه دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي خاص ډول چې له اطرافي سیمو جلال اباد ښار ته راځي نو غوښتنه مو دا ده چې باید دې ستونزې ته جدي پاملرنه وشي.»

د جلال اباد ښاریان دغه ښار کې د تشنابونو نشتون لوی سرخوږی بولي. انځور: اطلاعات روز

د جلال اباد ښار یوه اوسیدونکې نورزیه وایي، روغتیا او د لاس مینځل د ټولو لپاره يوه لومړنۍ اړتیا ده، له بده مرغه په افغانستان کې په ډېری ځايونو کې د ښځو لپاره دغه اسانتیاوې نشته، په داسې حال کې چې دا یوه اړتیا ده.

نوموړې دا ستونزه یوازې جلال ابا ښار پورې نه محدودیږي، بلکې وایي د هېواد په کچه ډېری خلک له دې ستونزې کړېږي.

نورزیه زیاتوي: «په جلال اباد ښار او که ووایم په ټولو ښارونو کې د افغان میرمنو لپاره داسې د رفع حاجت ځانګړي ځایونه ډیر کم دي چې نو ښاروالۍ او نورو اړونده ادارو ته په کار ده؛ چې باید په دې برخه کې کار وکړي او د نارینه وو سربیره د ښځینه وو لپاره هم د ښار په مختلفو ځایونو کې تشنابونه جوړ کړي، نو په دې سره به ښاري فرهنګ ته هم خلک پام وکړي.»

د جلال اباد ښاروالۍ له لوري میرمنو ته جوړ شوي تشنابونه.

بلخوا د جلال اباد ښار والۍ ویاند بختي جان مراد وایي، تشنابونه شته، خو ښاريان ورنه سمه استفاده نه کوي.

مراد زیاتوي: «اوس مهال د جلال اباد ښار په مختلفو ځایونو کې تشنابونه شته دي هم د نارینه وو لپاره او هم د ښځینه وو لپاره خو ستونزه دا ده، چې خلک له تشنابونو استفاده نه کوي او له همدې امله ښاري فرهنګ ته هم زیاته پاملرنه نه کیږي؛ نو ښاروالۍ په پلان کې لري چې په نږدې وخت کې یو شمیر نور تشنابونه هم جوړ کړي او د ځینو چارې په بشپړیدو دي چې نږدې راتلوونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي دا نوي جوړ شوي تشنابونه په څلورمه، شپږمه او نورو ناحیو کې دي.»

که څه هم په جلال اباد ښار کې د تشنابونو نشتون د نارینه وو پر وړاندې هم یوه لویه ستونزه ده، خو د خلکو په باور سنتي ټولنې او حاکم فرهنګ ته په پام سره ښځې په دې برخه کې جدي ستونزې سره مخ دي چې دوی ورته ژر رسېدنه غواړي.

د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو مسوولین وایي، ښار کې تشنابونه شته خو ښاریان ترې سمه استفاده نه کوي.

روغتیاپالان وایي، چې له همدې بې باکۍ او د خلکو نه پاملرنې له امله په تولنه کې اسهالات، د ماشومانو خوار ځواکي او نورې ناروغۍ زیاتې شوې دي او مخه یې هغه وخت نیول کېدای شي، چې خلک په آزاده فضا کې رفع حاجت عادي ونه ګڼي او پاکوالی سم مراعت کړي.

د یادونې وړ ده، چې دا د ننګرهار په کچه شپږمه او د ټول هېواد په کچه ۶۷ مه ولسوالي ده، چې له روغتیايي پلوه خوندي اعلانېږي.