انځور: استول شوی

د زده کړو په نړيواله ورځ افغانستان کې نجونې له زده کړو محرومې وې

اطلاعات روز: د زده کړو نړيواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې دا د سينه بغل له ناروغۍ او په رواني لحاظ په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو د لګېدلو بنديزونو له کبله کړېږي. طاهره (مستعار) چې پر له پسې ټوخی نیولې، شميرلې خبرې کوي او وايي: «زما لپاره ډېره سخته ده. په کلونو خواري، هڅې او له کورنۍ بېلتون؛ په داسې حال کې چې مور مې مريضه وه او ده، دا هر څه مې وزغمل او اخر هم هيڅ. په رواني ډول ناروغه شوې يم او هيڅ نه پوهېږم چې څه وکړم.»

طاهره شپږ کاله وړاندې له ارزګان څخه کابل ته راغله چې درس ووايي او په خپل کور کې د زوی والي تشه ډکه کړي او د خپل مور او پلار تکيه شي. هغه هیلې چې اوس یې په اوږو بار دي.

دا د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځي د وروستي کال محصله ده، منتظره ده چې پوهنتون بيرته پرانستل شي او له خپل پايليک څخه دفاع وکړي. دا وايي چې ځان د کورنۍ د اوږو بار احساسوي او دې احساس يې ژوند تريخ کړی دی. طاهره ټينګار کوي چې طالبان نه يوازې دا چې د دې او په زرګونو نجونو د زده کړو خنډ ګرزېدلي، بلکې هغوی يې له نورو زدکړييزو فرصتونو او امن ژوند کولو څخه هم را ګرزولې دي. دا وايي: «کله چې پوهنتون وتړل شو، له ليليې یې هم وايستو. وروسته يوې شخصي ليليې ته ولاړم خو هغه يې هم وتړله. د انګليسي ژبې د زده کړې کورس مې وايه خو هغه يې هم بند کړ.»

دا ځوانه نجلۍ اوس په يوه لندبل او ساړه اتاق کې له کوره لېرې په دې تمه ناسته ده چې پر زده کړو لګېدلي بنديزونه به ليرې شي.

زده‌کړييز بنديز

طالبانو د واک ترلاسه کولو راهیسې پر ښځو ګام پر ګام بنديزونه لګولي دي. له دې بنديزونو څخه يو بنديز يې زده کړييز دی. که څه هم طالبانو لومړی د ښوونځي د منځنۍ او عالي دورې نجونې له زده کړو منع کړې وې، خو د روان کال د لیندې پر ۲۹مه د دې ډلې د لوړو زده کړو وزارت نجونې پوهنتون ته له تلو هم منع کړې. تر دې فرمان وروسته، طالبانو د هرې کچې ټول زدکړييز مرکزونه د ښځو او نجونو په وړاندې وتړل.

طالبانو یوه میاشت وړاندې د نجونو پر وړاندې د ټولو زده کړییزو بنسټونو دروازې وتړلې. انځور: خواله رسنې

نيوکې

د هيواد په داخل او بهر کې د زده کړو پر بنديز پراخې نيوکې وشوې. خلکو په افغانستان کې په بېلابېلو بڼو د ښځو پر زده کړو د بنديز په غبرګون کې اعتراضونه وکړل او د دې پرېکړې د لغو کېدو غوښتونکي شول. له دې سره – سره نړيوالې ټولنې هم دا پرېکړه غندلې ده او بيا – بيا يې د لغو کېدلو غوښتنه کړې. خو د ۴۰ ورځو تېریدو سره لا هم طالبانو دې نيوکو او غوښتنو ته پام نه دی کړی، بلکې هغه زده کړييز مرکزونه يې هم تړلي چې د دوی فرمان يې نه دی منلی او ښځو ته يې د زده کړې زمينه برابره کړې ده. طالبانو د دې مرکزونو مسوولين نغدي جريمه کړي او له هغوی يې ژمنه اخيستې چې نجونو ته به درس نه وايي.

يو ښوونکی چې تېره اونۍ يې د کابل په يوه امنيتي حوزه کې همدا ژمنه ورکړې ده، وايي چې طالبانو د مجرمينو په توګه ونيول او حوزې ته يې يو وړل او له دوی يې په ليکلې بڼه ژمنه واخیسته چې هيڅ نجلۍ ته به زده کړه نه ورکوي. دا ښوونکی وايي: «د انګلش د زده کړې يو مرکز مې درلود او زده کوونکو ته مې د هغوی جنسيت ته له پام پرته تدريس کاوه. يو څه وخت وړاندې چې په ټولګي کې وم او تدريس مې کاوه، د طالبانو غړي راغلل. په داسې حال کې چې ټول ډارېدلي و، زه يې حوزې ته يو وړم او تر سپکاوي او توهين وروسته يې دا مرکز له دې کبله ۲۰ زره افغانۍ جريمه کړ چې نجونو درس پکې وايه او له ما يې ليکلې ژمنه واخيسته چې نور به نجونو ته تدريس نه کوم.»

دا ښوونکی وايي چې د طبيعي انساني حق له کبله مجازات ورته ډېر دردوونکي دي.

بديلې لارې

دا ښوونکی چې اوس په کور کې تدريس کوي، وايي چې غير رسمي تدريس زيات اغېز نه لري او پراخ نه وي. نموړی زياتوي: «د ښوونځي دروازې يې وتړلې. اوس په کور کې اتو زده کوونکو ته تدريس کوم.»

د افغانستان پر ښځو د زده کړييزو بنديزونو له کبله يو شمېر فعالان هڅه کوي چې دا بنديزونه ختم کړي. تر ځمکې لاندې ښوونځيو له جوړېدلو څخه واخله، بيا تر پر ليکه ښوونځيو او پر ليکه پوهنتونو پورې هغه نوښتونه دي چې د دې برخې فعالانو کړي دي.

سودابې موحدي په افغانستان کې روغتيا، زده کړو او روزنې او عدالت ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې تر لس کاله زيات فعاليت کړی دی او د اشرف غني د حکومت تر سقوط وړاندې په دايکندي ولايت کې د معارف وزارت د «اقرأ» برنامې مسووله وه. اوس تازه يې د ښځو پر زده کړو د لګېدلو بنديزونو له وجې د کاج په نوم پر ليکه ښوونځی شروع کړی دی. دا وايي: «موږ دوه ډوله فعاليت لرو. يو خو پر ليکه تدريس دی چې تر اوسه ۱۵۰ نفرو پکې نومليکنه کړې ده او دويم ثبت شوي مواد دي چې زده کوونکو ته يې ورکوو.»

اغلې موحدي وايي چې کورنۍ او نجونې زده کړو ته له دوام ورکولو سختې ناهيلې شوې دي او بايد په دې حالت کې له هغوی سره مرسته وشي. دا وايي: «موږ هڅه کوو چې حد اقل د کورنیو په زړونو کې يوه هيله ژوندۍ وساتو، تر څو دا فکر ونه کړي چې د اولادونو د زده کړې د دوام لپاره يې هيڅ لار نشته او داسې کوم اقدام ونه کړي چې د اولادونو ودونه په جبري ډول وکړي او یا يې هم په کم عمر کې واده کړي.»

د نجونو د متوسطې، لېسې او لوړو زده کړو پر زده کړو تر بنديز وروسته د افغانستان يو شمېر نجونو د مرستندويو بنسټونو په همکارۍ په کابل او يو شمېر ولايتونو کې تر ځمکې لاندې ښوونځي جوړ کړي دي. تر اوسه د دې ښوونځيو او هلته د زده کوونکو شمېر په دقيق ډول نه دی معلوم. په افغانستان کې کومو مرستندويو بنسټونو چې وړاندې اعلان کړی و چې د زدکړييزو برنامو او په هيواد کې تر ځمکې لاندې ښوونځيو ملاتړ کوي، هغوی په دې اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

په افغانستان کې پر زده کړو تر بندیز وروسته تر ځمکې لاندې او انلاین ښوونځیو وده کړې، خو کارپوهان د دغو ښوونځیو په موثریت باور نه لري. انځور: د ځمکې لاندې یو ښوونځی چې اطلاعات روز ته استول شوی

په همدې حالت کې محمد فهيمي چې د يوه ښوونځي مدير دی او د زده کړييز مديريت په برخه کې يې زده کړې کړې دي، وايي چې زدکړييزو بنديزونو پر زده کوونکو او په ځانګړې توګه پر ښځينه زده کوونکو ډېر زيات اغېز کړی دی او هغوی يې مايوسه کړې دي.

فهيمي د غير رسمي بديلو زده کړييزو طرحو هرکلی کوي خو وايي چې که لرليد نه وي، دا طرحې به اغېزناکې نه وي. دی وايي: «په داسې حال کې چې زده کوونکي تل اندېښمن او ناهيلي دي، نشي کولای چې پر درس تمرکز وکړي. زده کوونکي بايد په ټولنه کې هيله او هدف ولري.»

د طالبانو د معارف وزارت د زده کړييزو چارو يو کارپوه چې کلونه يې د دې وزارت د زده کړييز کيفيت د ارزولو په برخه کې کار کړی دی او اوس هم د طالبانو په معارف وزارت کې کار کوي، د خپل هويت د خونديتوب په شرط وايي چې که ډېر ښه ممکنه حالت فرض کړو نو هم به تر ځمکې لاندې او پر ليکه ښوونځيو څخه د مستفيد کېدونکو زده کوونکو شمېر ۱۰۰ زره ته ونه رسېږي. دی وايي: «افغانستان تر ځمکې لاندې ښوونځيو ته نه بلکې رسمي زده کړو ته اړتيا لري. نړيواله ټولنه بايد د نجونو په وړاندې د ښوونځيو او زده کړييزو بنسټونو د پرانستلو په برخه کې پر يوه حللاره فکر وکړي، نه دا چې له زده کړو د ملاتړ په نوم عوام فريبي وکړي.»

د سرچينو په وينا، تر ځمکې لاندې د زدکړييزو خدماتو د نه پراخوالي له امله، د زده کوونکو تر منځ تر پخوا هم ډېره ناهيلي خپرېږي. له دې سره – سره، سرچينې ټينګار کوي چې د دې بنسټ د زده کړو کيفيت او اسناد يو بل بحث دی چې تر اوسه په دې اړه بحث نه دی شوی.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (يونسکو) وايي چې د ۲۰۰۱ کال پر مهال په افغانستان کې د ښځينه زده کوونکو شمېر صفر و او په ۲۰۱۸ کې یې شمیر ۲.۵ ميليون ته رسيدلې وو. د دې سازمان له شمېرو سره سم، اوس مهال ۸۰ سلنه هغه نجونې چې د ښوونځي په شرايطو پوره دي او شمير يې ۲.۵ ميليونه کېږي له ښوونځي محرومې دي او ۳۰ سلنه نجونو هيڅکله هم په افغانستان کې ښوونځي ته لار نه ده موندلې.

په همدې حال کې چې د پوهنې وزارت، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) او د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) په مرسته په ۱۳۹۷ کال کې کومې شميرې را ټولې کړې وې، ښيي چې له نهه ميليونه زده کوونکو څخه ۳۸ سلنه يعنې ۳.۴ ميليونه يې نجونې وې.

د طالبانو معارف وزارت د ۱۴۰۱ کال په پيل کې ويلي و چې د ښوونځيو د ټولټال زده کوونکو څلور ميليونه يې نجونې دي. د تېر يوه نيم کال پر مهال تر يوه ميليون زياتې نجونې د طالبانو د بنديزونو له امله له زده کړو پاتې دي.

په افغانستان کې ۱۴۰۱ تعلیمي کال په داسې حال کې پای ته رسېدلی، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په پرله پسې دویم کال هم ښځینه زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي. انځور: خواله رسنۍ

زده کړييز بورسونه

له دې سره – سره، په پوهنتونو کې د ښځو پر لوړو زده کړو تر بنديز وروسته د نړۍ بېلابېلو هيوادونو د افغانستان له ښځو سره د همغږۍ په موخه د افغانستان د نجونو لپاره زدکړييز فرصتونه او پر ليکه او حضوري بورسونه اعلان کړي دي. خو زده کړيالان وايي چې په اوسنيو شرايطو کې داسې برنامې د افغانستان د ښځو او نجونو اړتياوې نشي پوره کولای.

صاحبه چې په انلاين توګه د فرانسې ژبې درس وايي، وايي چې د برق نشتون له نجونو لېرې زده کړې هم اخيستې دي. دا وايي: «د ورځې لس يا پنځلس دقيقې هم برق نه وي. که ټیليفون دباندې چارج ته وړم، لس روپۍ غواړي او زه دومره روپۍ نه لرم ځکه ټول بې‌کاره يو.»

دا وايي چې په سختۍ د لېرې زده کړو په يوه برنامه کې شامله شوې ده او د انټرنيټ لګښت پرې کوي، خو اوس د برق نشتون دا فرصت هم ترې اخلي. صاحبه ۱۶ کلنه ده، د کابل د تعليم او تربيې پوهنتون د معلم روزنې د څانګې د لومړي کال محصله ده او له خپلې دولس کسيزې کورنۍ سره د کابل په لوېديځ کې ژوند کوي. کوم وخت چې د نجونو پر لوړو زده کړو بنديز ولګېد نو دې وغوښتل چې زدکړيیز بورسونه را پيدا کړي او له لېرې د زده کړو يو فرصت يې وموند، خو اوس د برېښنا نشتون دا هيله هم ترې اخيستې ده.

دا ځوانه نجلۍ وايي چې که له دې ننګونو سره – سره وتوانېږي چې بورس واخلي نو له افغانستانه وتل د دې او دغسې نورو نجونو لپاره يوه بله ستونزه ده او حق نه لري چې له محرم پرته له افغانستانه ووځي.

خاطره صالحي چې ۲۷ کلنه ده او د اقتصاد په برخه کې ليسانس لري، وايي چې د سفر او حضوري درس امکان نشته او د برېښنا او نورو امکاناتو نشتون د پر ليکه زدکړو فرصت هم له نجونو اخيستی دی.

دا ځوانه نجلۍ وايي چې دې په خپله د امکاناتو د نشتون له وجې د ارشدې کارپوهې زده کړييز فرصت له لاسه ورکړی دی. دا وايي «له ماسټرۍ چې خلاصه شوم اوس د لندن په پوهنتون کې په انلاين توګه په اونۍ کې دوې ورځې ژبه زده کوم، خو د برق نشتون او د انټرنيټ ضعيف والي دې زدکړييزې برنامې ته لاسرسی ستونزمن کړی دی. زموږ هيله پر ليکه يا انلاين برنامې وې چې دا هم را څخه اخيستل کېږي.»

سره له دې چې کارپوهان د بديلو طرحو او د افغانستان محصلينو ته د زدکړييزو بورسونو د ورکړې هرکلی کوي، خو وايي چې دا انلاين برنامې او بورسونه د زدکړييزو بنديزونو په لېرې کولو کې مرسته نشي کولای او د حضوري زده کړو ځای نه نيسي. دوی وايي چې دا بورسونه زيات پوښښ نه لري او پر ښځو د لګول شويو بنديزونو له وجې ورته لاسرسی سخت دی.

حميرا قادري وايي چې د افغانستان وضعيت ته په پام انلاين درسونه اړتياوې نشي پوره کولای. دا وايي: «په افغانستان کې د انلاين درس ويلو امکانات نشته. له بله اړخه ټولې څانګې لکه طب، ساينس او نورې انلاين نشي ويل کېدلای. بل دا چې دا درسونه د طالبانو تر واکمنۍ لانېي د ښځو ټولنيز ژوند ته کار نه شي کولای.»

تر دې وړاندې د يونسکو د زدکړييزو برنامو همغږې کوونکې هدا جابريان هم د رسنيو او انټرنيټ له لارې زده کړو ته په اشارې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي و چې هيڅ شی هم د حضوري زده کړو ځای نشي نيولای.

په داسې حال کې چې يونسکو سازمان وايي، چې د افغانستان په پوهنتونونو کې د نجونو محصلينو شمېر چې په ۲۰۰۱ کال کې پنځه زره و، په ۲۰۲۱ کال کې ۱۰۳ زره او ۸۵۴ ته رسېدلی و چې اوس د طالبانو د بنديزونو له وجې دا شمير صفر دی.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې يونسکو د زده کړو نړيواله ورځ د افغانستان د نجونو او ښځو په نوم نومولې ده او ويلي يې دي چې له افغانستانه دباندې رسنيو سره په ګډه د راډيويي څپو له لارې د زده کړييزو برنامو پر خپرولو کار کوي.

د زده کړو نړيواله ورځ

د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنټونيو ګوتريش، د امريکا بهرنيو چارو وزارت، د بشر حقونو څار، يونسکو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د ايران بهرنيو چارو وزارت، د امريکا د سفارت شارژدافيرې کرن ډيکر د زده کړې د نړيوالې ورځې په مناسبت د طالبانو له لوري د ښځو پر زده کړو لګېدلي بنديزونه غندلي دي او له دې ډلې يې غوښتنه کړې ده چې ښځې او نجونې دې له زده کړو نه بې برخې کوي.

ګوتريش د دې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې ويلي دي چې اوس وخت دی چې ټول هغه تبعيضي قوانين او تګلارې ختمې شي چې د زده کړو خنډ ګرزي. ده ويلي: «زه په ځانګړې توګه په افغانستان کې له شته واکمنو غواړم چې د نجونو منځنيو او لوړو زده کړو ته پر لاسرسي دط ناکام او ظالمانه بنديز ختم کړي.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ند پرايس ويلي، چې امريکا د طالبانو له لوري د ښځو پر کار او زده کړو بنديز ته د ځواب ورکولو په حال کې ده او طالبان به د دې اقداماتو بيه پرې کوي.

د امريکا د سفارت شارژدافيرې کرن ډيکر د زده کړې د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې ويلي چې زده کړه په حقيقت کې د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده او بايد هلکان او نجونې لاسرسی ورته ولري.

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبد اللهيان څرګنده کړې چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري له زده کړو د ښځو او نجونو محرومول د اسلام له «لارښوونو» سره په ټکر کې دي.

په همدې حالت کې د طالبانو د معارف وزارت سرپرست نړيوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان پر هر وګړي د علم زده کړه ضروري ګڼي او هڅه کوي چې خلکو ته معياري زده کړييز او روزنيز خدمات وړاندې کړي.

د دې وزارت په اعلاميه کې چې (سې‌شنبه، ۴ د سلواغې/ ۲۴ جنوري) خپره شوه، له نړيوالې ټولنې غوښتل شوي چې افغانستان دې د زده کړو په ډګر کې يوازې نه پرېږدي. د طالبانو معارف وزارت ويلي دي چې همدا اوس ۱۰ ميليونه زده کوونکي د دوه نيم ميليون نجونو په شمول زده کړې کوي.

په همدې حال کې د زده کړې په نړيواله ورځ د افغانستان ښځو يو ځل بيا اعتراض کړی او ويلي يې دي چې طالباني زده کړې نه غواړي بلکې د دې ډلې د حذفېدلو غوښتونکې دي. دې ښځو له نړيوالې ټولنې غوښتي چې طالبان دې په رسميت نه پېژني او د ښځو د حقونو په اعاده کې دې عملي اقدامات وکړي او يوازې د اعلاميو پر خپرولو دې بسنه نه کوي.