طالبانو د کندهار روغتیایي ادارو ښځینه کارکوونکو ته امر کړی چې له «محرم پرته» کار ته حاضرې نشي

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف رياست مسوولينو په دې ولايت کې د روغتیایي ادارو له ټولو ښځينه کارکوونکو غوښتي چې له «محرم پرته» دې دندې ته نه حاضریږي.

د کندهار ولايت د عامې روغتيا رياست يوه کارکوونکي د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې ياده پرېکړه د طالبانو د امر بالمعروف او عامې روغتيا رياست مسوولینو د يوې ګډې ناستې په ترڅ کې کړې ده.

ددې سرچينې په وینا، چې د طالبانو د امر بالمعروف رياست په ټولو دولتي او خصوصي روغتيایي مرکزونو کې له محرم پرته د ښځینه کارکوونکو په ورتګ بندیز لګلولی دی.

دغه راز کندهار کې يوې قابلې د نوم نه خپرولو په شرط وویل، له يادې پرېکړې وروسته به ډېرې ښځينه کارکوونکې د محرم نشتون له امله دندې له لاسه ورکړي.

هغې زیاته کړه، چې د طالبانو د امر بالمعروف مسوولينو ورته ويلي چې يا له دندې استعفا ورکړي او يا د ځان لپاره محرم پيدا کړي.

ددې قابلې له قوله چې اوس مهال کندهار کې سلګونه ميرمنې د روغتيا په برخه کې دندې ترسره کوي او په وينا يې چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې يې معاشونه هم نه دي ترلاسه کړي.

طالبانو د واک ترلاسه وروسته ښځې له خپلو اساسي حقونو، زده کړو، تګ-راتګ او کار څخه منع کړې دي.