اطلاعات روز: ځایي سرچینې خبر ورکوي چې په نورستان کې د زیاتې یخنۍ او واورو له کبله درې ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نورستان د دواب ولسوالۍ اوسیدونکی نواب خان وایي، چې تېره ورځ (یکشنبه، ۹ د سلواغې) په دواب ولسوالۍ کې درې ماشومانو هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې له کلی وړاندې سیمې ته د څارویو څرولو په موخه تللي وو او هلته د زیاتې یخنۍ او واورو له امله مړه شوي دي.
نموړی زیاتوي، سږکال په نورستان کې د واورو سره-سره هوا هم زیاته سړه شوې چې له امله یې په دغه ولایت کې زیات شمیر څاروي هم تلف شوي دي.
د نورستان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حق بیان هم یاده پېښه تائیدوي او د یادې پېښې لامل سړه هوا یادوي.
نورستان کې ډیر کله دا ډول پېښې د ژمي پر مهال رامنځته کیږي، چې قربانیان یې زیاتره ملکي او کلیوال خلک وي.