ختیځ کې د بشري مرستو ناعادلانه ویش او پر طالبانو نیوکې

اطلاعات روز: د هیواد د ختیځو ولایتونو اوسیدونکي شکایت کوي، چې په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې د خیریه بنسټونو، مرستندویه موسېسو او نورو حکومتي ادارو له لوري بشري مرستې پر مستحقو کورنیو نه ویشل کیږي.

د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ اوسیدونکی شاه جهان وایي، کومې بشري مرستې چې په مرکز او ولسوالیو کې دخوراک نړیوال سازمان، خیریه بنسټونو او نړیوالو موسېسو له لوري ویشل کیږي د ویش په برخه کې یې بېوزله کورنیو ته څه ډول چې لازمه ده پام نه دی شوی.

نموړی پر طالبانو نیوکه کوي چې یادې بشري مرستې په ناعادلانه توګه او د شخصي اړیکو پر بنسټ پر هغه چا وېشل کېږي چې مستحق یې نه وي.

شاه جهان زیاتوي: «ننګرهار کې چې کومې بشري مرستې ویشل کیږي مستحق او بېوزله خلک پکې په پام کې نه نیول کیږي زیاتره مرستې د اړیکو پر بنیاد پر داسې خلکو ویشل کیږي، چې هیڅ مستحق نه وي؛ غوښتنه کوو، چې د بشري مرستو په ویش کې مستحق خلکو ته خاص پام وکړي.»

د دغه ولایت یو شمیر نور اوسیدونکي هم ورته شکایت کوي او وایي، طالبان دې د بشري مرستو په ویش کې له انصاف کار واخلي او د خپلو پلویانو او نورو عامو خلکو ترمنځ دې توپیر نه کوي.

خلک نیوکه کوي چې طالبان بشري مرستې د اړیکو پر بنسټ ویشي. انځور: اطلاعات روز

خو طالب چارواکي د خلکو نیوکې پرځای نه بولي او وایې، مرستې یې د سروې له مخې پر مستحقو کورنیو ویشي.

دوی همداراز زیاتوي هڅه یې پیل کړې څو ټولو بېوزله او مستحقو کورنیو ته په یوه اندازه مرسته ور ورسوي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د کډوالو چارو رییس اکرام الدین مفتون وویل، مرستې یې د سروې له مخې پر مستحقو کورنیو ویشلي او د عام ولس او طالبانو ترمنځ یې هیڅ توپیر نه دی کړی.

مفتون زیاته کړه: «کومې مرستې چې په ننګرهار کې د دولتي ادارو، خیریه بنسټونو او نړیوالو موسېسو له لوري ویشل کیږي، له مونږ سره په همغږۍ ویشل کیږي او د سروې له مخې ویشل کیږي؛ یعنې لومړی سروې ترسره کوو چې مستحقې کورنۍ معلومې کړو او بیا پرې مرستې وویشو، زمونږ پوره هڅه دا ده چې مرستې په شفاف ډول وویشل شي او په دې برخه کې له پوره احتیاط کار اخلو.»

بلخوا د کونړ اوسیدونکي هم ورته شکایت کوي او وایي، طالبانو د نورو ولایتونو په څیر په دغه ولایت کې هم بشري مرستې په خپلو پلویانو او یا هغه چا ویشي چې له طالبانو سره یې په تیرو وختونو کې همکاري کړي وي.

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسیدونکی محمد عارف وایي، د طالبانو د حکومت په راتګ سره د زیاتره خلکو اقتصادي وضعیت تر پخوا ډیر خراب شوی او ټول خلک د مرستو مستحق دي.

محمد عارف زیاته کړه: «اوس مهال ټول خلک له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي ځکه کار روزګار نشته او که وي هم نو ډیرو کمو خلکو ته پیدا کیږي، له حکومت او نړیوالو موسېسو غوښتنه کوو؛ چې باید د مرستو په ویشلو کې بېوزله کورنۍ په پام کې ونیسي او د واسطو دې مخنیوی وکړي. په کونړ کې خو زیاتره مرستې طالبان په خپلو خپلوانو ویشي او نورو خلکو ته یې نه ورکوي.»

د خلکو نیوکو ته په ځواب کې د کونړ لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نجیب الله حنیف وایي، په دغه ولایت کې ټولې بشري مرستې د مرسته کوونکو ادارو د کار کوونکو له لوري ویشل کیږي او دوی یې په ویش کې هیڅ لاس نه لري.

نموړی په دغه ولایت کې د بشري مرستو پر عادلانه ویش ټینګار کوي او وایي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د بېوزله خلکو مرستې دې پر نورو کورنیو وویشي.

حنیف زیاتوي: «کونړ کې چې کومې بشري مرستې ویشل کیږي ټولې په مستحقو کورنیو ویشل کیږي، کومې ادارې چې مرسته کوي لومړی یې د کارمندانو له لوري د بېوزله کورنیو سروې ترسره کیږي او بیا یې له سروې وروسته ورسره مرسته کیږي.»

د نورستان ولایت اوسیدونکي هم د مرستو له ویش راضي نه دي. انځور: خواله رسنۍ

دغه راز د نورستان اوسیدونکي هم د بشري مرستو له ویش راضي نه دي.

د نورستان د مرکز اوسیدونکی ضیاالحق چې په تیر حکومت کې د ملي اردو سرتیری و، خو د طالبانو دحکومت په راتګ سره بې روزګاره شوی او د لس کسیزه کورنۍ سرپرستي ورترغاړې ده.

هغه وایي، په څو ځلي یې د طالبانو په ملتیا د سروې ټیمونه کور ته ورغلي، خو د طالبانو له لوري ورته ویل شوي چې د تیر جمهوري نظام عسکرو او مامورینو ته به دا مرستې نه ورکول کیږي.

نموړی د طالبانو دې کار اندیښمن کړی او وایي، که طالبان د مرستو په ویش کې له انډوله کار وانخلي نو د ولس او د طالبانو د حکومت ترمنځ به فاصله لاپسې زیاته شي.

ضیاالحق وویل:«زه مخکې ملي اردو عسکر وم درې ترخیزونه مې هم اخیستي دي، د هیواد ساتنه مې کړې او بیا یې هم کوم خو طالبانو ته په کار ده چې د مرستو دویش په برخه کې توپیر ونه کړي او ټولو خلکو ته دې یو ډول مرستې وویشي؛ زما کور ته څو ځلې طالبان راغلي خو چې خبر شوي چې زه پخوانی عسکر یم نو راته یې وویل، چې تاسو ته مرستې نه درکول کیږي ځکه تیر حکومت کې دې زمونږ په مخالفت جګړه کړې نو که طالبان دا ډول کړنې کوي د ولس واټن ورسره زیاتیږي.»

خو د نورستان چارواکي بیا وایي، چې دغه ولایت ته په وخت بشري مرستې نه رسیږي نو ځکه خو یې زیات خلک له مرستو بې برخې پاتې کیږي.

د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون وایي، بشري مرستو کې له هیچا سره توپیري چلند نه دی شوی، خو په ځینو سیمو کې د شخصي بدیو له امله ځینې کورنۍ له مرستو بې برخې پاتې کیږي.

د لټون په خبره: «نورستان ته د نورو ولایتونو په څیر مرستې هم نه کیږي ځکه دا یو لېرې ولایت دی او له همدې امله مرستې کمې او دخلکو غوښتنې ډیرې دي او دا چې ځینې شکایتونه دي چې پخوانیو نظامیانو او مامورینو ته مرستو کې برخه نه ده ورکړل شوې؛ نو مونږ به ددې خبرې څیړنه وکړو او هر چا که دا کار کړی وي له دندې به یې ګوښه کړو.»

د شکایتونو په دوام د لغمان ولایت اوسیدونکي هم ورته شکایت کوي او وایي، روان اقتصادي وضعیت اندیښمن کړي اوغوښتنه کوي چې خیریه بنسټونه او نورې مرستندویه ادارې دې له دوی خپلې مرستې نه سپموي.

عام وګړي داسې مهال د بشري مرستو پر ویش نیوکه کوي، چې طالب لوړ پوړي چارواکي وایي،هڅه یې پېل کړې چې ټولو افغانانو ته له مرستدویه ادارو مرستې راجلب کړي څو ټولو ته په یوه اندازه مرسته ور ورسوي.