ننګرهار کې د کبانو روزنې فارمونه زیات شوي دي

اطلاعات روز: د ننګرهار د کانال ریاست طالب چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د کبانو روزنې فارمونه تر پخوا ډېره شوي او اوس په پراخه کچه دومره کبان روزل کېږي، چې د دغه ولایت لپاره بسنه کوي.

د کانال رییس غلام الرحمن کظیم وایي، اوس مهال یې په شاوخوا ۵۵۰ جریبه ځمکه د کب روزنې فارمونه جوړ کړي او د ځینو یې د ابادۍ چارې دوام لري.

کظیم زیاتوي: «د ننګرهار د کانال اړوند په ۵۵۰ جریبه ځمکه مو شرکتونو ته ورکړې چې ماهیان پکې وروزل شي.»

بل لور ته د ننګرهار کانال رياست د کب روزنې مسوول بلال قريشي وایي، کانال اړوند د کبانو د روزنې هغه فارومونه چې دوه کاله وړاندې جوړ شوي وو، په لومړي ځل یې درې ټنه کبان بازار ته وړاندې کړي دي.

په همدې حال ننګرهار کې د کب روزنې په برخه کې د پنځو خصوصي شرکتونو له لارې نږدې ۲۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او پانګه وال وايي، غواړي په دې برخه کې لا ډېره پانګونه وکړي.

شفیع الله یو له دغه کاریګرو دی وایي، خوښ دی چې په خپله سيمه کې ورته د کار زمينه برابره شوې او خپلې کورنۍ ته حلاله روزي ګټي.

د کب روزنې د متخصصينو په باور که هېواد کې د کب روزنې په برخه کې روانې هڅې لا ګړندۍ او توليد خالص شي نو له ګاونډيو هېوادونو د کبانو په وارداتو اتکا کمېدلی او زرګونه کسان ورسره پر کار بوختېدلی شي.