انځور: خواله رسنۍ

خوست کې د لویې پکتیا په کچه د ګڼو ورزشي لوبو مېله ترسره شوه

اطلاعات روز: خوست کې د ځوانانو ترمنځ د یووالي تر نوم لاندې د لویې پکتیا په کچه ګڼې سیالۍ ترسره شوې چې د سلګونه لوبغاړو د ګډون ترڅنګ یې زرګونه کسان نندارې ته ورغلي وو.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د ورزش مسوولینو وویل، چې دغه لوبې د یعقوبیو په ولسوالۍ کې د ځوانانو ترمنځ د یووالي، د ورزش ودې او د سولې پیغام رسولو په موخه په لار اچول شوې وې چې د خوست سربېره ورته له پکتیا او پکتیکا ولایتونو زرګونه کسان نندارې ته ورغلي وو.

د مسوولینو په خبره چې په دې مېله کې چې د بدني روزنې آمریت له خوا جوړه شوې وه، د اس ځغلولو، تېږه اچونې، نیزه بازي، جمناستیک، کراټه، خوسی، والیبال، اتڼ او ګڼې نورې دودیزې لوبې په کې ترسره شوې.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د ورزش آمرعطاء الله کډوال وايي، که مرکزي اداره ورته د ورزشي لوبغالو، د روزنې مرکزونو او نورو امکاناتو برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي، نو د هیواد او نړۍ په کچه به د ورزش برخه کې ښیې لاسته راوړنې ولري.

په همدې حال کې بیا د خوست ولایت ورزشکاران هم دا ډول لوبې د ځوانانو ترمنځ مهمې بولي خو غوښتنه کوي چې په ورزشي برخه کې دې د دوی ستونزو ته رسېدنه وشي.

د خوست ولایت د نېزه بازي یو لوبغاړي میرویس اطلاعات روز سره په خبرو کې د مناسب ځای نشتون، د امکاناتو کموالی او د هیواد په کچه دسیالیو په لاره نه اچول د ورزش ودې په مخ کې لوی خنډ یادوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په سویل ختیځ زون کې کرکټ، فوټبال، والیبال، نېزه بازي او ځینې نورې دودیزې لوبې مروجې دي چې ګڼ مینوال هم لري، خو د اړونده ادارو د نه پاملرنې له امله ځینې دودیزې لوبې د ورکېدو په حال کې دي.