اطلاعات روز: د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې یو ځوان بې روزګاره ځوانانو ته د کار موندلو په موخه د کالیو ګنډلو یو مرکز جوړ کړی او په هرو دوو میاشتو ګڼ ځوانان روزي.
د کاليو ګنډلو د دغه مرکز مسوول باچا خان وايي، یاد مرکز کې خپلو زده کوونکو ته د کاليو ګنډلو ترڅنګ د لیک لوست زده کړه هم ورکول کېږي.
نوموړی زیاتوي، چې دغه کار يې د تېرو څلورو کلونو راهیسې پېل کړی او موخه يې داده چې ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.
باچا خان که څه هم ځوانانو ته د کار زده کړې یو فرصت برابر کړی خو وایي، چې د اقتصادي ستونزو سره مخ دی او باید د دې مرکز د پراختیا لپاره ورسره مرسته وشي.
هغه وویل:«ما يو فکر وکړ چې دلته په ارزګان ولايت کې ځوانانو ته داسې يو د کار زمينه برابره کړم چې په دوه مياشتو کې ورته کار زده کړم زما سر اوس په کار بوخت ۱۵ تنه ځوانان دي موږ اول د کاليو کنډلو برخه ور زده کوو دوهم برخه مو د ليک لوست ده او دريمه برخه مو د صدريو زده کړه ده.»
دغلته بیا په زده کړو بوخت ځوانان وايي، چې په ياد مرکز کې د کاليو ګنډلو ترڅنګ ورته ليک لوست هم ښودل کيږي او د مياشتې څه اندازه پیسې هم ورکول کيږي.
د نجيب الله او بسم الله په نومونو دوه ځوانان چې دارزګان د چهارچينو او چنارتو ولسوالۍ څخه راغلي او دلته روزنه ترلاسه کوي وايي، چې مخکې بې روزګاره وو، خو اوس دلته هم کار کوي او هم څه اندازه پیسې ترلاسه کوي.
نجيب الله وویل: «دلته راغلي يو چې يو کسب زده کړو مخکې زده کوونکی وم اوس استاد يم کسب مې دوو مياشتو کې زده کړ.»
بسم الله بیا زیاتوي: «د دغه استاد سره شاګرد يم دلته صدرۍ جوړم حکومت څخه مو غوښتنه ده چې زموږ اقتصاد کمزوری دی موږ ته دې يو د ګنډلو ماشين راکړي او د ځوانانو څخه مو غوښتنه ده چې راشي دلته کار وکړي ځکه له بې کارۍ هیڅ نه جوړیږي.»
ورته مهال ارزګان کې د طالبانو ځايي مسوولين له بهرنيو هېوادونو څخه د ځوانانو د راګرځولو يوازينۍ لاره په هېواد کې د تجارانو او پانګونه له لوري ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول بولي.
د دې ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريیس اغاولي قريشي وايي، دوی به یاد مرکز د لا ودي لپاره هڅې وکړي.
پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنیدو سره هیواد کې زرګونه ځوانان بې کاره شوي چې ډیریو یې په مرګونو لارو بهرنیو هیوادونو ته مخه کړې.
خلک وايي، که ځوانانو ته کاري فرصتونه برابره شي ورسره په هېواد کې به د جنايي پيښو کچه ټيټه او بیا به بهر ته زړه نه ښه کوي.