انځور: خواله رسنۍ

ننګرهار او کونړ کې د نفرایټ ډبرو د دوو کانونو د استخراج تړون لاسلیک شو

اطلاعات روز: طالب چارواکي خبر ورکوي چې د هیواد د ختیځ زون په دوو ولایتونو ننګرهار او کونړ کې یې د نفرایټ ډبرو د دوو کانونو د استخراج تړون لاسلیک کړی دی.

د ننګرهار د رسینو له دفتره نن (شنبه، ۲۷ د غبرګولي) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري خصوصي شرکتونو ته د کانونو د ورکړې په بهیر کې دا ځل د ننګرهار او کونړ ولایتونو د نفرایټ دوه کانونه له داوطلبۍ وروسته دوو کورنیو شرکتونو ګټلي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د ننګرهار د نفرایټ یو ټن تیږه د ۲۵ میلیونه افغانیو له مخکې ورکړې سره د ۱.۱ میلیون افغانیو او د کونړ د نفرایټ تیږه بیا د ۲.۴ میلیونه افغانیو په بدل کې یادو شرکتونو ته سپارل شوي دي.

د اقتصادي چارو پوهان په اوسنیو شرایطو کې د حکومت له لوري د کانونو استخراج یو ښه ګام بولي او وایي، تمه لري چې د کانونو په استخراج سره به نه یوازې خلکو ته کاري زمینه برابره شي بلکې د دولت په عواید کې به هم د پام وړ زیاتوالی راشي.

افغانستان دطبیعي زیرمو له پلوه غني هیواد ګڼل کیږي او باور دادی که د هیواد په بیلابیلو برخو کې د کانونو استخراج پېل او پرې پانګونه وشي دا هیواد په ځان بسیا کیدای شي.