انځور: AP

هند کې د ګرمۍ له امله نږدې ۱۰۰ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: هندي چارواکو ویلي، چې په تېرو څو ورځو کې د ګرمۍ د سختو څپو له امله د دې هیواد به دوو ګڼ مېشتو ایالتونو کې لږ تر لږه ۹۶ تنه مړه شوي دي.

د اسوشټید پرس خبري اژانس د راپور له مخې دا مړينې په شمالي ايالت اترا پرديش او ختيځ ايالت بهار کې پېښې شوې دي. چارواکو په همدې ايالتونو کې تر ۶۰ کلنۍ پورته افرادو او همدا راز هغو خلکو ته چې له ناروغۍ کړېږي، د ورځې پر مهال د دننه اوسېدو توصيه کړې ده.

په اترا پرديش ايالت کې ټولې ۵۴ مړينې د ايالت له مرکز لکنو څخه ۳۰۰ کيلومټره سويل ختيځ لور ته په باليه ولسوالۍ کې پېښې شوې دي. د چارواکو په وينا چې ډېری مړو شويو کسانو تر ۶۰ کلنۍ لوړ عمر درلود او همدا راز يې له وړاندې ځينې روغتيايي ستونزې درلودې چې د ګرمۍ له امله نورې هم زياتې شوې وې.

چارواکو ويلي، چې په ياده سيمه کې ډېری ناروغان تر ۶۰ کلنۍ لوړ عمر لري او ورسره يې سخته تبه وي، قی وهي، ساه لنډي لري او همدا راز له زړه سره تړلې ستونزې لري.

د هند ختيځ ايالت بهار هم له سختې ګرمۍ کړېږي او په تېرو دوو ورځو کې يې ۴۲ کسه مړه کړي دي. د بهار ايالت په مرکز پتنا کې د شنبې په ورځ تر ټولو ډېره ګرمي ۴۴.۷ سانټي ګريډه ريکارډ شوې.

د دوبي اپريل، می او جون مياشتې په هند کې عموما ګرمي وي چې وروسته د مونسون ورښتونو له امله هوا يو څه معتدله کېږي.

د اپريل مياشتې پر مهال هم د هند په سوداګريز مرکز ممبۍ کې په يو لړ حکومتي مراسمو کې ۱۳ تنه د ګرمۍ له امله مړه شوي وو، چې وروسته په ځينو ايالتونو کې د يوې اونۍ لپاره ښوونځي هم رخصت شول.