اطلاعات روز: د هند لومړي وزير نريندرا مودي د هند په کوربتوب د شانګهای د همکاريو سازمان د مشرانو په مجازي غونډه کې ويلي، چې «د افغانستان وضعيت زموږ د ټولو (هيوادونو) پر امنيت مستقيم اغېز لري».
د هندوستان ټايمز له راپور سره سم، مودي زياته کړې چې د افغانستان په اړه د هند انديښنې او تمې د شانګهای د همکاريو د سازمان د اکثريت غړو په څېر دي.
ده ويلي: «موږ بايد د افغانستان د خلکو د ښېرازۍ لپاره هڅې وکړو.»
د هند لومړي وزیر ټينګار کړی چې د افغانستان له خاورې څخه بايد په ګاونډيو هيوادونو کې د ناارامۍ د خپرولو او يا هم د افراطي ايډيولوژيو د ترويج لپاره استفاده ونشي.
ده همدا راز په خپلو خبرو کې ويلي، چې يو شمېر هيوادونه له پولو دباندې تروريزم استفاده کوي او تروريستانو ته يې خوندي پناه ځايونه ورکړي دي.
مودي ويلي: «تروريزم د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره ګواښ دی. موږ بايد له تروريزم سره مبارزه وکړو … يو شمېر هيوادونه تروریزم د خپلو سياسي ابزارو په توګه له پولو دباندې کاروي او تروريستانو ته پناه ورکوي.د شانګهای د همکاريو سازمان بايد د داسې هيوادونو په نقد کې ترديد ونه کړي.»
روسيه، چين او پاکستان د شانګهای د همکاريو سازمان په نننۍ (سېشنبه، ۱۳ د چنګاښ) غونډه کې له نورو حاضرو هيوادونو څخه دي.