اطلاعات روز: د خوړو نړيوال پروګرام وايي، چې بېکاره کېدل او د خوراکي توکو کمښت لاهم د افغانستان د خلکو تر ټولو ستره اندیښنه ده.
دې بنسټ نن (پنجشنبه، ۱۵ د چنګاښ) د ۲۰۲۳ کال په لومړنيو دریو مياشتو کې د غذايي امنيت په اړه خپل راپور خپور کړی دی.
د دې راپور پر اساس، پنځه سلنه کورنيو ويلي، چې د کاري فرصتونو د بايللو اندېښنه لري او ۲۲ سلنه ويلي چې د خوراک د کمښت په اړه اندېښمن دي.
د دې راپور شميرې ښيي چې د روان ميلادي کال د اپريل مياشتې پر مهال ۵۱.۹ سلنه کورنۍ د کاري فرصتونو د بايللو او ۲۱.۸ سلنه کورنۍ د خوراک د کمښت په اړه انديښمنې وې.
د خوراک نړيوال پروګرام ويلي، چې په افغانستان کې د کورنيو تر منځ د خوراک د کمښت په اړه اندېښنه د ۲۰۲۱ کال له اګست مياشتې دوه برابره زياته شوې ده.
په دې راپور کې راغلي چې محدودو کاري فرصتونو د کورنيو له لوري د غذايي موادو د پيرنې ځواک او ورته لاسرسی سخت کړی؛ په ځانګړې توګه د هغو کورنيو لپاره چې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د ښځو پر کار د بنديز منفي اغېز
د خوړو نړيوال پروګرام ويلي، چې دوه پر درې کورنيو چې د دې بنسټ پوښتنو ته ځواب ويلی، ويلي چې د ښځو پر کار بنديز د هغوی پر ژوند منفي اغېز کړی او يا يې هم حتا د عايد د تر لاسه کولو اصلي سرچينه له لاسه ورکړې ده.
د دې راپور پر اساس، پنځه سلنه کورنيو ويلي، چې د ښځو پر کار د بنديز له وجې يې د معاش ټولې لارې تړل شوې دي او ۳۶ سلنه کورنيو ويلي چې بد اغېز يې پرې کړی دی.
په دې راپور کې راغلي، چې ۷۵ سلنه کورنۍ د ښځو پر کار له بنديز څخه خبرې دي او ۹۵ سلنه کورنيو د خپلې کورنۍ او خپل ورځني ژوند د دوام لپاره بشري مرستې اړينې ګڼلې دي.
د غذايي پاړسوب د بيو کمېدل
د خوراک نړيوال پروګرام په خپل راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د غذايي پاړسوب بيې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له مياشتې څخه بيا د ۲۰۲۳ کال تر جنورۍ مياشتې پوري ۳.۲ سلنه رالوېدلې دي.
په دې راپور کې راغلي، چې په نړيواله توګه د خوراکي توکو د بيو کمښت په افغانستان کې هم د پاړسوب له کمښت سره مرسته کړې ده.
د خوراک نړيوال پروګرام ويلي، چې که څه هم د خوراکي توکو بيې د تېر کال په پرتله رالوېدلي، خو په کلي توګه د ۲۰۲۱ د اګست په نسبت بيې لوړې دي او له همدې کبله د خلکو د پيرنې ځواک رالوېدلی دی.
دې بنسټ د کورنيو د اړتيا وړ توکو په بيو کې د کمښت بهير چې په دې وروستيو کې پېل شوی دی، «يو مثبت بدلون» ګڼلی دی.
د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ثبات
د خوراک نړيوال پروګرام ويلي، چې د ډالر پر وړاندې د افغانيو د ارزښت ثبات د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ او مارچ مياشتو تر منځ او افغانستان ته د ملګرو ملتونو له لوري د نغدي مرستو تر لېږلو وروسته پېل شو.
دې بنسټ زياته کړې، چې له افغانستانه د خارجي اسعارو پر غير قانوني صادراتو د طالبانو کنټرول هم د ډالر پر وړاندې د افغانۍ له ثبات سره مرسته کړې ده.
شميرې ښيي چې د افغانۍ پر وړاندې د يوه ډالر بيه د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر د مياشتې له ۱۰۵ څخه د ۲۰۲۳ کال تر اپريل پورې ۸۶ افغانيو ته تيټه شوې ده.
د خوراک نړيوال پروګرام ويلي، چې د خارجي اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د بيې لوړوالی د افغانستان د اقتصاد لپاره يو مثبت بدلون ګڼل کېدلای شي او د بيو له ثبات او د کورنيو د پيرنې د ځواک له ښهوالي سره مرسته کوي.