اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د سرحدي ځواکونو پر موټر ماین چادونه یو سرتیری وژلی او دوه نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (سه شنبه، ۱۴ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پېښه نن سهار یوولس بجې د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند کابل هډې سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر رینجر موټر شوې.
خویاڼی زیاتوي: «نن سهار یوولس بجې د سرحدي ځواکونو پر رینجر موټر ماین چاودنه شوې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي.»
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.