اطلاعات روز: په لوګر ولایت کې د بېلابېلو سیمو بزګران د سږکال هندواڼو له حاصلاتو خوښ دي، خو د مناسب بازار له نشتون او د ساتنې لپاره یې د سړو خونو له کموالي شکایت کوي.
د دغه ولایت بزګران وايي، په کرل شویو ځمکو یې سږني حاصلات د تېر په پرتله خورا ښه دي، خو دوی د تر لاسه شوي حاصل د خرڅلاو لپاره د مناسب بازار له نشتوالي سرټکوي او وايي، که یې پر وخت خرڅ نه کړي، نو خپل سر به هم ورته پوره نه کړي.
د دوی په خبره چې په لوګر کې یې له هر یو جریب ځمکې څخه ۱۰۰۰ منه هندواڼې تر لاسه کړي دي.
بزګران په لوګر ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له ریاست مسوولینو غوښتنه کوي چې د دوی د هنډواڼو د حاصلاتو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې بیا د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس سید آمین هاشمي د لوګر له محلي رسنیو سره په مرکه کې د هندواڼو د حاصلاتو ډېر والي لامل بزګرانو ته د کرکېلې په اړه عامه پوهاوی او ورسره د ځینو وسایلو همکاري بولي.
نوموړي زیاته کړې چې په ډیری سیمو کې یې سړې خونې جوړې کړي او په دې برخه کې د نورو هڅو د دوام ډاډ هم ورکوي.
لوګر د هیواد له کرنیزو ولایتونو ګڼل کیږي، د هندواڼو سربېره پکې انګور، مڼې، سبزيجات او نور کرنیز پیداوار ښه حاصل ورکوي، چې د دغه ولایت ترڅنګ یې ګاونډیو ولایتونو ته هم د خرڅلاو لپاره وړاندې کوي.