زعفران

د افغانستان زعفرانو «سرو طلاوو» حاصلات نږدې ۲۱ ټنو ته رسېدلي

اطلاعات روز: د افغانستان کرنې، ابوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په کور دننه د زعفرانو یا د «سرو طلاوو» حاصلات نږدې ۲۱ ټنو ته رسېدلي دي.

د دې وزارت په رسمي فیسبوکپاڼه دغه خبر چې پرون (چهارشنبه، ۱۵ د سلواغې) خپور شوی، په کې راغلي چې هرات، بلخ، فاریاب، کندز، فراه او دایکندي هغه ولایتونه دي، چې د هېواد ترټولو ډېر زعفران تولیدوي.

دغه وزارت د زعفرانو حاصلاتو ډېرېدو لاملونه زعفرانو ته د ننداریزې کروندې جوړول، زعفران کارانو ته روزنه ورکول، هرات ولایت کې د زعفرانو د څېړنیز انسټېټیوټ ودانۍ جوړول او په زرګونه کیلوګرامه د پیازو وېشنه او نور یادوي.

خبرپاڼه کاږي: « په ۱۳۹۹یم کال کې په نږدې اووه زره او ۹۰۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوې و. له دې ډلې د هرات په ولایت کې اووه زره او ۳۱۷ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوې و او په ټولیزه توګه د نورو ولایتونو په نږدې ۵۰۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي دي.»

خبرپاڼه زیاتوي، په هغو ولایتونو کې چې زعفران ښه وده او حاصل ورکوي یاد بوټی د کرنیز کاروبار لپاره غوره فرصت دی. په همدې موخه په دې وروستیو کلونو کې بزګران د زعفرانو کرکېلي ته مخه کړې ده.

کرنې وزارت دغه راز وایي، د دې ګران بیې بوټې د کرکېلي او ښې پایلې ترلاسه کولو په پار د کرنې کارپوهان یې د پراختیا په پار هڅه کوي، څو راتلونکي ۱۴۰۰ کال کې هم د زعفرانو حاصلات لا پسې زیات شي.