توپونه

افغانستان پاکستان ته په ځوابیه بریدونو کې له ډیورنډ وراخوا توپونه ورولي

اطلاعات روز: افغان سرحدي ځواکونو د پاکستان د توپچي بریدونه په مقابل کې بالمثل عمل کړی او د پاکستاني اړخه ویشتل شویو توپونو مقابل کې یې ځوابیه بریدونه کړي.

د ننګرهار ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت نن (دوشنبه، ۲۰ د سلوغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، له تېرو دریو ورځو راهیسې پاکستان په افغان خاوره مزایل وېشتل پیل کړي، چې نن یې هم افغان لور ته ۱۲ مزایل وېشتلي و.

ښاغلی احمد علي وايي چې افغان سرحدي ځواکونو بالمثل عمل کړی او ډیورنډ کرښې په هغې غاړې یې د توپونو ډزې کړې دي.

احمد علي زیاته کړه: « افغان ځواکونو د پاکستاني عسکرو مقابل ځواب ورکړی او پر پاکستاني عسکرو یې بریدونه کړي چې پرترڅ کې یې د هغوی ته مرګ ژوبله هم اوښتې.»

 د ننګرهار ولایتي چارواکو او سرحدي لوا په دې تړاو څه نه دي ویلي.