اطلاعات روز: ننګرهار کې ځايي سرچینې وایي، چې د کابل-جلال ابآد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۴ کسان مړه او څلور نور سخت ټپیان شوي دي.
د کابل-جلال آباد لویې لارې یو موټر چلوونکي محمد ربي وویل، چې دغه ترافیکي پېښه نن (یکشنبه، ۲ د تلې) شاوخوا ۰۱:۰۰ بجه د دغې لارې اړوند د کابل د سروبي ولسوالۍ د «سورۍ تیږې» سیمه کې را منځته شوې.
نوموړی زیاتوي، چې یاده پېښه د دوو کرولا، یوې پراډو او یو ټېلر موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې، چې ۱۴ کسان په کې مړه او ۴ نور مرګوني ټپیان دي.
دغه موټر چلوونکي زیاته کړه، چې په مړو او ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.
تراوسه د کابل-جلال آباد پر لویه لار د دغې ترافیکي پېښې په تړاو د کابل سروبي ولسوالۍ ، لغمان او ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو څه نه دي ویلي.
څو ورځې وړاندې د کابل-جلال آباد لویه لار د کابل دروازې په درې کېلو مترۍ کې د غره ښویېدنې له امله تړل شوې، چې د مسافرو او بار وړونکو موټرو پر وړاندې یې سختې ستونزې پیدا کړې دي.
مسافر غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت دې د کابل-جلال اباد لویه لار کې د شته ستونزې د حل ترڅنګ د کابل-جلال آباد دویم لاین سړک جوړ کړي.