انځور: استول شوی

کندهار کې د ښځینه او نارینه سوداګرو لپاره د سوداګرۍ د ودې په موخه مشورتي مرکز پرانیستل شو

اطلاعات روز: کندهار کې د لومړي ځل لپاره د  کوچنیو او لويو کاروبارونو د ودې په موخه ښځینه او نارینه سوداګرو ته د مشورتي خدمتونو مرکز پرانيستل شو.

دغه مرکز  د ان آر سي موسېسې په مالي ملاتړ او د کورډایډ موسېسې په تخنیکي همکارۍ د ۹۰ زره یورو په لګښت سره جوړ او نن (شنبه، ۸ د تلې) ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کورډایډ موسېسې مسوول احمد ضیا پوپل وویل: «هغه سوداګر يا متشبثین چې نوي د سوداګرۍ ډګر ته داخلېږي او يا په تجارت يا هم صنعت پېل کوي د هغوی د حمايت لپاره په دا مرکز کار کوي، دا مرکز به د ښځينه او مردانه سوداګرو د ارتباطاتو يو مرکز وي او دا د دوی لپاره يو روزنيز مرکز دی.»

هغه زياتوي، چې د سوداګريزو مشورو له دې مرکز څخه به د زون په کچه سوداګر او صنعتکاران ګټه پورته کړي.

په ورته وخت کې د کندهار ښځينه پانګوالې د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې سوداګرو ميرمنو ته اجازه ورکړي چې په ښار کې دننه سوداګريز دفترونه پرانیزي او له همدې لارې په صنعت کې ونډه واخلي.

دوی وایي، چې کندهار ښار کې د ميرمنو يوازينی سوداګريز مرکز هم تېرکال د نامعلومو دلايلو له مخې تړل شوی او د خلاصون لپاره يې تراوسه کوم اقدام نه دی شوی.