القاعده غړی

پولیسو ننګرهار کې د القاعده ډلې د جلب او جذب مسوول نیولی

اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، پولیسو د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د القاعده شبکې د جلب او جذب مسوول نیولی دی.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان نن (دوشنبه۲۰سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په اړوند سیمو کې عملیات ترسره کړي چې پر مهال یې د القاعده ډلې یاد مسوول نیولی دی.

فریدخان زیاتوي: «تیره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو سره رود ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې پرمهال یې د القاعده شبکې د جلب جذب غړی نیول شوی دی.»

تراوسه القاعده شبکې په دې اړه څه نه دي ویلي.