انځور: خواله رسنۍ

لوګر کې په لومړي ځل بزګرانو د پنبې کر ته مخه کړې

اطلاعات روز: لوګر د هيواد له کرنيزو ولايتونو شمېرل کېږي، په دغه ولايت کې د بېلابېلو موسمونو پرمهال رومي بانجان، غنم، جوار او نور سبزيجات کرل کيږي، خو سږکال په کې په لومړي ځل بزګرانو د پنبې کر کيلې ته هم مخه کړې ده.

د دغه ولايت بزګران وايي، د پنبې سږنيو حاصلاتو ته په کتو د لوګر ځمکه هم د پنبې لپاره مناسبه ده او په دې برخه کې له اړوند همکاره ادارو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي.

په دې ولايت کې بزګران زياتوي، چې سږکال يې په ۲۰ جريبه ځمکه پنبه کرلې او ښه حاصلات يې ورکړي دي.

دوی د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له رياست غوښتنه کوي چې په دې برخه کې د سلا مشورو سربېره دې ورسره د کيمياوي سرې او تخمونو برخه کې مرسته وکړي.

په همدې حال کې بيا د لوګر لپاره د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولينو د دغه ولايت له ملي ټلويزيون سره په خبرو ويلي، چې دوی د پنبې د کښت ودې لپاره پاملرنه زياته کړې او دا د نشه يي بوټو د نه کرلو لپاره ښه بديل په ګوته کوي.

دوی ویلي، چې د پنبې کر د نورو په نسبت ارزانه او ارزښتمن نبات دی او ډاډ يې ورکړی چې دې برخه کې به له بزګرانو سره پوره همکاري وکړي.

د لوګر بزګران په داسې حال کې د پنبې کرلو ته مخه کړې چې د طالبانو حکومت هيواد کې د نشه يي بوټو په کر بنديز لګولی دی، خو د ځينو نورو سيمو بزګران چې د چرسو او نورو بټو له حاصلاتو خپلې اقتصادي اړتياوې پوره کوي او اوس يې د نه کرلو له امله ژوند له اقتصادي ستونزو سره مخ دی په مسوولو چارواکو غږ کوي چې د ياد بوټي د نه کر بديل کې دې ورته نور اصلاح شوي تخمونه ورکړي.

د يادونې ده چې د هيواد په ۱۷ ولايتونو کې د پنبې کر کېږي او تېرکال ورڅخه ۷۲ زره مټريک ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو.