Photo: UNICEF Afghanistan

د هرات د زلزله ځپلو لپاره تر ۸۰ ټنه زيات تجهيزات کابل ته ورسېدل

اطلاعات روز: له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (يونيسيف) وايي چې په کوپنهاګ کې د دې بنسټ له زېرمي څخه تر ۸۰ ټنه زيات روغتيايي تجهيزات د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره کابل ته رسېدلي دي.

د يونيسيف اعلاميه چې نن (دوشنبه، ۱ د لړم) خپره شوې، پکې راغلي چې په دې مرستو کې درمل او د حاملو ښځو او ماشومانو لپاره د جراحۍ تجهيزات شامل دي.

يونيسيف زياته کړې ده چې د دې طبي مرستې بودجه د اسيا د پرمختيايي بانک له خوا برابره شوې ده.

د يونيسيف په وينا، له دې مرستو څخه به ۴۳ زره زلزله ځپلې کورنۍ مستفيدې شي.

په افغانستان کې د يونيسيف استازي فران اکيزا ويلي: «کابل ته چې نن کوم روغتيايي تجهيزات رسېدلي د هغو زرګونو ماشومانو او کورنيو لپاره د ژغورنې لار ده چې تر ويجاړوونکو زلزلو وروسته بېړنيو او ژغورونکو مرستو ته اړتيا لري.»

د اکيزا په وينا، د يونيسيف ټيمونه اوسمهال ماشومانو او کورنيو ته د اړينو مرستو رسولو په حال کې دي.

په افغانستان کې د يونيسيف استازي زياته کړې چې دا بنسټ له ۹۶ زره زيانمنو ماشومانو سره د مرستې لپاره نورو مرستو ته اړتيا لري.

د يونيسيف په اعلاميه کې راغلي چې د وروستيو ارزونو پر اساس په هرات او د ولسواليو په شاوخوا کې د وروستيو زلزلو له امله يو زر او ۵۰۰ تنه مړه شوي.

د يونيسيف په وينا، تقريبا ۹۰ سلنه مړه شوي افراد ښځې او ماشومان دي. د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق وايي چې د دې بنسټ د اټکل له مخې، شاوخوا اووه زره او ۵۰۰ حاملې په هرات کې له وروستيو زلزلو اغېزمنې شوې دي.

ويل کېږي چې د هرات درې ولسوالۍ چې زياتې زيانمنې شوې دي، د شاوخوا ۱۵۴ زره افرادو کورونه پکې يا په بشپړه توګه ويجاړ شوي او يا يې هم کورونه سخت زيانمن شوي.

د شنبې (۱۵ د تلې) په ورځ زنده جان او د هرات يو شمېر نورې ولسوالۍ د رېښتر په اندازه ۶.۳ کچې زلزلې ولړزولې. د وروستيو دوو اونيو پر مهال څو نورو زلزلو او جټکو هم هرات لړزولی دی.

د بې سرحده خبريالانو د سازمان په وينا، په هرات کې د زلزلې له امله دوه زره او ۴۴۵ تنه مړه شوي او دوه زره او ۴۴۰ نور ژوبل شوي دي.