اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ماین چاودنې درې ملکي وګړي ټپیان کړي دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان نن (شنبه، ۲۵ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار فارم هډې سیمې زیتونو فابریکې مخې ته د پولیسو پر رنجر موټر د سړک غاړې ځای پرځای شوي ماین چاودنه کړې.
د ښاغلي خان په وینا، په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي خو پولیسو ته زیان نه دی اوښتی.
فرید خان زیاته کړه: «چاودنه نن سهار فارم هډې سیمه کې د پولیسو په رینجر شوې. درې ملکیان ټپیان شوي.»
تراوسه د یادې پیښې مسوولیت چا نه دی منلی.