د فراه ولایتي شورا مشر دادالله قانع وایي، د دې ولایت د پشت رود ولسوالۍ د پولیسو قوماندان د طالبانو ډلې نفوذي غړي له لوري وژل شوی دی.
ښاغلي قانع اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دې قوماندان تر وژنې وروسته، طالب جنګیاليو تېره شپه (شنبه، ۱۷ لړم) د دې ولسوالۍ د پولیسو قوماندانۍ پر ودانۍ برید کړی او اور یې ورته کړی دی.
د فراه ولایتي شورا مشر په دې اړه نور جزیات و نه ویل.
د فراه سیمه ییزو او امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
فراه د هېواد لویدیځ کې یو سخت نا امنه ولایت ګڼل کیږي. طالبانو ډله د پشت رود ولسوالۍ په ګډون د دې ولایت په ځینو برخو کې فعاله حضور لري.