د ملګرو ملتونو کارپوهان: له پاکستانه شړل شوي کډوال د بشري حقونو د نقض له جدي خطر سره مخ دي

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي ريچارډ بينټ په شمول د ملګرو ملتونو کارپوهانو په يوه ګډه اعلاميه کې خبرداری ورکړی چې کوم کسان له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي، د بشري حقونو د نقض له جدي خطر سره مخ دي.

د دې کارپوهانو په اعلاميه کې چې نن (چهارشنبه، ۱۵ د ليندۍ) خپره شوې، راغلي چې د ښځو او نجونو، مذهبي او قومي لږکيو، پخوانيو دولتي چارواکو، معلولينو او بوډاګانو په شمول له پاکستانه افغانستان ته ستنېدونکي کډوال اغېزمن کېږي.

دوی زياته کړې چې د پاکستان دولت د بهرنيو وګړو په ستنولو سره هغو زيانونو او نه جبرانېدونکو خطرونو ته پام نه کوي چې ښايي د افغانستان وګړي تر ستنېدو وروسته ورسره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وينا، کومې ښځې او نجونې چې افغانستان ته شړل کېږي، د کم عمر او جبري واده او انساني قاچاق له خطر سره مخ دي او همدا راز د تحصل، کار او ازادۍ له حقونو محرومېږي.

دوی همدا راز په پاکستان کې د ماشومانو په ګډون د افغان وګړو د خپلسرو نيونو په اړه اندېښنه ښوولې او خبرداری يې ورکړی دی چې د پناه غوښتونکو او کډالو او د تروريزم د خطراتو تر منځ بايد د بې اسنادۍ تړاوونه رامنځ ته نشي.

کارپوهانو يادونه کړې: «د کډوالۍ تنظيم د نه ستنونې او نه تبعيض د اصل په ګډون د نړيوالو قوانينو تابع دی».

دې کارپوهانو ويلي چې د پناه غوښتونکو ملاتړ او مرسته بايد وشي، هغوی ته باید له تبعيض پرته او ورسره شته اسنادو ته په پام د پناه غوښتنې حق ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلاميه کې راغلي چې پاکستان تر دوو لسيزو له زيات وخت راهيسې د افغان وګړو کوربه دی او اوس هم ډېره مهمه ده چې له تبعيض پرته د دې کډوالو ملاتړ وشي.

دوی له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د افغان پناه غوښتونکو د کوربتوب ملاتړ دې وکړي.

کارپوهانو ويلي چې د افغان کډوالو په اړه د خپلو اندېښنو په تړاو د پاکستان له دولت سره په اړيکه کې دي.

دې کارپوهانو په يوه ګډه اعلاميه کې له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان د ۱.۴ ميليون پناه غوښتونکو او کډوالو د وتلو لړۍ دې بنده کړي.

د بشري حقونو ځينو نورو بنسټونو هم دې ته ورته غوښتنې مطرح کړې دي، خو پاکستان دې غوښتنو ته له پام پرته خپله طرح پلې کوي.

د پاکستاني رسنيو له شمېرو سره سم، تر اوسه له پاکستانه تر ۴۱۰ زره زيات افغان کډوال شړل شوي دي.