اطلاعات روز: طالب چارواکي وایي، چې د کونړ سينديزې حوزې د اوبو مهارولو په اړه يې تخنيکي سروې بشپړه کړې او تمه لري چې په نږدې راتلونکي کې به د بند جوړولو قرارداد له يو ترکي شرکت سره لاسليک شي.
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت ویاند قاري مطیع الله عابد وایي، چې د یاد بند په جوړیدو سره به ۴۵ میګاواټه برېښنا تولید او د ګمبیري دښتې ۳۴ زره هکټاره شاړه ځمکه به هم خړوبه شي.
نوموړی زیاتوي، که څه هم د دغه بند د جوړېدو ټوټال لګښت لا نه دی معلوم خو په خبره یې، چې د تمويل لپاره یې ډونر ته اړتیا نشته او هڅه کوي چې له خپلو داخلې سرچینونو په استفادې د کونړ پر سنديزې حوزې سربېره د ټولو حوزو اوبه مهار کړي.
په همدې حال کې عام افغانان هم د کونړ پر سیند د اوبو او برېښنا بند جوړیدل مهم بولي او تمه لري چې سرته رسېدو سره به یې په زرګونه هکټاره شاړه ځمکه خړوبه او ګڼ ولایتونه به له برېښنا برخمن شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې عامو افغانانو د یو کمپاین پرمهال له طالبانو غوښتي وو، د افغانستان اوبه چې له کلونو راهیسې پاکستان ته وړیا بهیږي باید مهار شي.
د دغه کمپاین فعالانو د یاد بند جوړیدو لپاره په کور دننه او بهر د نغدي مرستو د راټولولو لپاره د پلان خبر هم ورکړی و.