د پکتيکا په شپږو ولسواليو کې بزګرانو ته د تخمونو او کيمياوي سرې ويش پېل شو

اطلاعات روز: په پکتيکا ولايت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، دغلته د پرمختيايي مرستو یا ORD موسېسې د مرکز ښرنې په ګډون په شپږو ولسواليو کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کيمياوي سرې ويش پېل کړی دی.

دوی زياتوي چې په دغه ويش تېره ورځ (سې شنبه، ۵ د مرغومي) پېل شوی، چې هرې ولسوالۍ کې به ۳۵۰ بزګرانو ته کیمیاوي سرې او تخمونه وویشل شي، چې مجموعي شمېر يې ۲۱۰۰ کسانو ته رسيږي.

د پکتيکا ولايت د بېلابېلو سيمو بزګران وايي، سږکال د سختې وچکالۍ له امله يې حاصلات کمرنګه او د ګټې پر ځای له لوی تاوان سره مخ شوي دي.

دوی د همکاره موسېساتو دا ډول مرستې اړينې بولي او زياتوي که راتلونکی کال د ورښتونو له اړخه غني و، نو کولای شي چې په دغو تخمونو او کيمياوي سرې ښه حاصل تر لاسه کړي.

د پکتيکا ولايت د سنديزې حوزې معلومات ښيي چې په دغه ولايت کې د ځمکې لاندې د اوبو سطحه هم له شپږو تر اوو مترو ښکته تللې ده.