طالبانو د يو شمېر وارداتي توکو تعرفه ۴۰ سلنه لوړه کړې

اطلاعات روز: د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت اعلان کړی دی چې افغانستان ته د يو شمېر وارداتي توکو ګمرکي تعرفه يې له ۲.۵ څخه تر ۴۰ سلنې پورې لوړه کړې ده.

دې وزارت پرون (شنبه، ۱۶ د مرغومې) پر ايکس د يوې اعلاميې په خپرولو سره ليکلي چې د دې توکو تعرفه يې د سوداګرو او صنعتکارانو په غوښتنه او «د داخلي توليداتو د ملاتړ او سوداګرۍ او دولت د عوايدو زياتولو» په موخه لوړه کړې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له اعلاميې سره سم، د «روميانو د کيچپ» ګمرکي تعرفه يې له ۱۰ څخه ۳۰ سلنې ته، د جامو وينځلو د صابون تعرفه له ۱۲ څخه ۱۶ سلنې ته، اورلګيت له پنځه سلنې څخه ۱۰ سلنې ته، د (ایم ډي ايف) تختو تعرفه له پنځه څخه اته سلنې ته او د اوسپنيزو ميخونو تعرفه له اتو څخه ۱۲ سلنې ته لوړه کړې ده.

همدا راز د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت زياته کړې چې د اغزن سيم ګمرکي تعرفه يې له اته څخه ۱۶ سلنې ته، د برېښنايي تلې تعرفه يې له ۲.۵ څخه پنځه سلنې ته، د تريشل ماشينونو تعرفه يې له ۱۶ څخه ۲۰ سلنې ته او د ژونديو چرګانو تعرفه يې له ۲۰ څخه ۴۰ سلنې ته لوړه کړې ده.

دې وزارت ويلي چې دا توکي د هيواد په داخل کې توليدېږي او کولای شي د خلګو اړتياوې پوره کړي.

د طالبانو تر بيا واکمنېدو او د افغانۍ په وړاندې د ډالر د ارزښت تر لوړېدو وروسته، د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي موادو بيې هم په بې مخينې توګه لوړې شوې.

په وروستيو مياشتو کې د افغانۍ په وړاندې د ډالر د بيې په کمېدو سره د يو شمېر خوراکي توکو او اجناسو بيې تر يوه حده رالوېدلې دي، خو شونې ده چې پر وارداتي توکو د تعرفې زياتوالی به په بازارونو کې د هغوی بيه هم لوړه کړي.

افغانستان د اړتيا وړ زيات شمېر توکي له پاکستان، ايران او د مرکزي اسيا له هيوادونو څخه واردوي او کورني توليدات د هيواد د بازار کمې اړتياوې پوره کوي.