فايو: د وچکالۍ تکرار د افغان کروندګرو اصلي اندېښنه ده

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د کرهڼې او خوړو سازمان (فايو) وايي چې د وچکالۍ تکرار د افغان کروندګرو اصلي اندېښنه ده.

دې سازمان نن (سې‌شنبه، ۱۹ د مرغومې) د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې په افغانستان کې د کښت کچه کمه شوې ده.

د دې راپور په يوه برخه کې راغلي، ۷۰ سلنه کروندګر چې تر دوه هکټاره زيات کښت کوي، د کښت د کچې کمېدو راپور يې ورکړی دی، په داسې حال کې چې تر يوه هکټار د کمو کروندګرو تر منځ ۶۳ سلنو د کښت د کمېدو ويلي دي.

د فايو په وينا، حيواني افات، د نباتاتو ناروغۍ او څړځايونه د کروندګرو نورې انديښنې دي.

د دې سازمان په راپور کې راغلي چې د څارويو مړينه او د څاريو نه پلور د مالدارانو لپاره دوې لويي ننګونې دي.

د افغانستان د نفوس زياته برخه په کرهڼې او مالدارۍ بوخته ده او له همدې لارې ژوند مخته وړي.

په وروستيو کلونو کې وچکالۍ له بې ثباتۍ سره-سره فقر او د خوړو ناامني هم زياته کړې.

له شمېرو سره سم، د ۲۰۲۴ کال پر مهال په افغانستان کې تر ۲۳ ميليون زيات وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.