طالبانو خوست کې «نن» نومې راډيو وتړله

AFJC

اطلاعات روز: په خوست ولايت کې د «نن» راډيو مسوولين وايي چې د طالبانو امنيې قومندانۍ يې پر دفتر چاپه وهلې، دوه کارمندان يې ګواښلي او نيولي او وسايل يې ورته بهر غورځولي دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز هم وايي چې طالبانو په خوست ولايت کې «نن» راډيو د «حقوقي موضوع» له وجې تړلې ده.

د يادې راډيو پر فيسبوک پاڼې په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې نن سهار (سې‌شنبه، ۲۶ د مرغومې) شاوخوا دوولس بجې يې دفتر د طالبانو له لوري تړل شوی او دا کړنه يې «ظالمانه» بللې.

د افغانستان د خبريالانو مرکز هم ويلي چې طالبانو د دې راډيو د ودانۍ خالي کولو پر مهال د دې محلي رسنۍ څلور کارکوونکي نيولي و چې تر دوه ساعته وروسته خوشي شوي دي.

د دې مرکز په وينا، د دې راډيو مالک سفير محمد ځدراڼ چې يوه اونۍ وړاندې نيول شوی، لا هم نه دی خوشي شوی.

په عين مهال کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند طاهر احرار د خبريالانو مرکز ته ويلي چې دا محلي رسنۍ د خوست د ابتدايي محکمې د امر له مخې تړل شوې.

ده زياته کړې چې دې محکمې امر کړی و چې د دې راډيو څښتن بايد د ودانۍ مالک ته د کرايې د نه ورکړې له امله دا ودانۍ تخليه کړي او دا امر نن پر ځای شو.

د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند د افغانستان د خبريالانو مرکز ته ويلي چې دا راډيو کولای شي خپل وسايل او تجهيزات يوه بل ځای ته انتقال کړي او خپل فعاليت له سره پيل کړي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د دې راډيو د تړل کېدو په تړاو خپله اندېښنه ښوولې او د ژر پرانيستل کېدو غوښتنه يې کړې ده.

د افغانستان د خبريالانو مرکز له معلوماتو سره سم، «نن» راډيو د ۱۳۸۹ کال په لومړيو کې په خوښت ښار کې جوړه شوې او فعاليت کوي.

دا راډيو سياسي، ټولنيزې، فرهنګي، ورزشي او ديني خپرونې لري.

طالبانو له واکمنېدو راهيسې پر رسنيو پراخ محدوديتونه لګولي او په بېلابېلو وختونو کې يې پر رسنيو چاپې وهلې او د هغو د فعاليت مخه يې نيولې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته