کونړ کې د یو ځایي اوسیدونکي په کور کې د چاودنې له کبله نهه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: کونړ کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د یو ځایي اوسیدونکي په کور کې د چاودنې له کبله درې کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د کونړ امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسوول فرید احمد دهقان وایي، چې چاودنه نن (شنبه،٣٠ د مرغومي) غرمه ۱۲:۰۰ بجې د چپې درې ولسوالۍ اړوند «ترینک» سیمه کې د یو ځایې اوسیدونکي نورګل په کور کې شوې.

هغه د پېښې په اړه نور جزیات ور نه کړل خو ویې ویل، چې په چاودنه کې د یادې کورنۍ ٣ غړي وژل شوي او ٦ نور ټپیان دي، چې ټپیان یې د کونړ ولایتي روغتون ته انتقال کړي دي.

هغه زیاتوي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي، چې جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

خو، په سیمه کې یو بلې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې په یاده پېښه کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

که څه هم د یادې چاودنې علت لا معلوم نه دی، خو دا ډول پېښې ډیر کله د ناچاودو مرمیو سره د د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته کېږي.