اندرابي

کورنیو چارو وزیر: له دې وروسته له موټرچلوونکو پېسو اخیستنې ستونزې ته په خپله رسېدنه کوم

اطلاعات روز:  د کورنیو چارو زویر محمد مسعود اندرابي وایي، په لویو لارو کې د پولیسو له خوا له باروړونکو موټرو د پېسو اخیستلو ستونزو ته په خپله رسېدنه کوي.

ددې وزارت ویاند طارق ارین بېګاه ناوخته (چهارشنبه، ۲۹ د سلواغې) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي اندرابي په خپله پرېکړه کړې چې په لویو لارو کې د پولیسو له خوا د موټرچلوونکو ستونزو له هغې ډلې د پیسو اخیستنې ستونزې ته ورسیږي.

نږدې دوه اونۍ کیږي چې موټر چلوونکو په لویو لارو کې د پولیسو له خوا د ناقانونه پیسو اخیستلو غبرګون کې کاري اعتصاب کړی. دوی وایي، تر هغې به یې لارۍ ولاړې وي چې یاده ستونزه یې هواره نه شي.

موټر چلوونکي وایي، پر لاره بېلابېلو ځایونو کې پولیس ترې پیسې اخلي او که یې ور نه کړي، وهي ډبوي یې.

خو کورنیو چارو وزارت په دې لارو کې د ۱۸۶ شکمنو پولیسو د لېرې کولو سره ویلي چې دغه ډول پولیس به ونیسي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.