Photo: Social Media

د هزاره ګانو پر خلاف هدفي بريدونه؛ د ۲۰۲۳ کال په وروستيو درو مياشتو کې ۴۹ تنه وژل شوي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (يوناما) د بشري حقونو په تړاو په خپل وروستي راپور کې ويلي چې د تېر ميلادي کال په وروستيو درو مياشتو کې د هزاره او په ځانګړې توګه د شيعه ټولنې ۴۹ تنه په هدفي بريدونو کې وژل شوي او ۸۶ نور ژوبل دي.

له دې راپور سره سم چې نن (دوشنبه، ۲ د سلواغې) خپور شوی، دا بريدونه په بغلان او هرات ولايتونو او د پلازمينې کابل په لوېديځ کې شوي دي.

د يوناما په راپور کې راغلي چې د اکتوبر پر ۱۳ نېټه د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې يوه ځانمرګي بريدګر په يوه مسجد کې ځان ته د شيعه لمونځ کوونکو تر منځ چاودنه ورکړه چې له امله یې ۲۱ تنه ووژل شول او ۳ نور ژوبل شول.

د یوناما په وينا، همدا راز د اکتوبر مياشتې پر ۲۶ نېټه د کابل د لوېديځ په يوه ورزشي سالون کې ځای پر ځای شوي ماين اته تنه ووژل او ۳۵ نور يې ژوبل کړل.

د يوناما په راپور کې راغلي چې د نومبر پر اوومه هم د کابل په لوېديځ کې يو مسافر وړونکی بس په نښه شو او له امله يې ۱۱ تنه ووژل شول او ۲۱ نور ژوبل شول.

د دې درو واړو بريدونو مسووليت داعش ډلې ومانه.

د يوناما په راپور کې راغلي چې له دې بريدونو سره-سره په اکتوبر، نومبر او ډسمبر مياشتو کې د هرات په حبرييل کې هم د هزاره ګانو او شيعه ګانو پر خلاف هدفي بريدونه شوي دي.

د اکتوبر په ۲۲ يو شيعه عالم په هرات کې په ډزو ووژل شو. تر دې وروسته د نومبر پر ۲۳ دوه شيعه ديني عالمان د هرات په جبرييل  کې په نښه او ووژل شول. همدا راز، د ډسمبر پر لومړۍ نېټه د دوو شيعه عالمانو په ګډون شپږ تنه د وسلوالو کسانو په بريد کې ووژل شول.

هيڅ ډلې د هرات د بريدونو مسووليت نه دی منلی.

د يادونې وړ ده چې د کابل په لوېديځ کې د نوي ميلادي کال پر مهال هم دوې مرګونې چاودنې شوې چې د يوناما په راپور کې ورته اشاره نه ده شوې.

په تازه پېښه کې د ۲۰۲۴ کال د جنوري پر ۱۱ نېټه چې د جدې له ۲۱ سره برابرېږي، د کابل په لوېديځ کې د برچي مارکيټ په وړاندې چاودنه وشوه چې د طالبانو له شمېرو سره سم، دوه تنه يې ووژل او ۱۲ نور يې ژوبل کړل. خو عيني شاهدان د مرګژوبلې شمېر لوړ ښيي؛ يوه عيني شاهد ويلي چې د پېښې په سيمه کې يې تر ۱۰ زيات مړي ليدلي دي.

د دې بريد مسووليت هيڅ ډلې نه دی منلی او طالبانو اعلان کړی چې وسلوالو غلو د غلا په موخه لاسي بم غورځولی دی. له راپورونو سره سم، طالبانو  ددې بريدونو په تړاو د پخواني حکومت يو نظامي نيولی دی.

تر دې وړاندې د جنوري پر اوومه چې د جدې له ۱۶ سره برابرېږي د دشت برچي په «قلعه ناظر» سيمه کې يو «کاسټر» ډوله ښاري موټر د چاودنې ښکار شو چې په پايله کې يې د طالبانو له شمېر سره سم، دوه تنه ووژل شول او ۱۴ نور ژوبل شول. هغه وخت يوناما اعلان وکړ چې په چاودنه کې ۲۵ تنه وژل شوي او ژوبل دي. د دې چاودنې مسووليت داعش ډلې ومانه.

له څو کلونو راهيسې هزاره مېشتې سيمې د بريدونو هدف ګرزي.

د بشري حقونو د فعالانو په اند، دا بريدونه په افغانستان کې د هزاره ګانو له نسل وژنې سره برابر دي.

د افغانستان وګړو په دې وروستيو کې د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې پر هزاره ګانو د بريدونو پر خلاف لاريونونه وکړل او د هغه څه د بندېدو غوښتنه يې وکړه چې دوی يې په افغانستان کې د دې قومي ډلې نسل وژنه بولي.