امریکایي ځواکونه

سخت وتل

لوی ځواکونه ولې افغانستان کې ماته خوري؟

خبریال: عباس عارفي

ژباړن: امېد اشنا

ولسمشر محمداشرف غني له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د نظامي ځواکونو وتلو د ۳۲ تلين په مناسبت ويډيويي پيغام کې ويلي، چې «ملي يووالی او د ازاداۍ غوښتونکو او مجاهدينو يووالی» په افغانستان کې د شوروي ځواکونو د ماتې اصلي لامل و. ښاغلي غني په دې ويډيوي پيغام کې ويلي «له دې امله چې د شوروي ځواکونو وتل مسولانه، نه و او د افغانستان د راتلونکي لپاره هېڅ تدبير په نظر کې نه و، نيول شوی، افغانستان په يوې څو اړخيزې کورنۍ جګړې بدل شو.»

ولسمشر د سولې د روانې پروسې په اړه ويلي چې «اوسمهال افغانستان ته د جګړې ختمولو او سولې ته د رسېدو فرصت برابر شوی دی؛ داسې سوله چې په هغه کې زموږ ملکي او نظامي بنسټونه خوندي او له پخوا زيات پياوړي شي.» دا په داسې حال کې ده چې د شوروي ځواکونو له وتلو د ۳۲ کلونو په تېرېدو، دا ځل افغانستان د امريکايي ځواکونو او اروپايي ملاتړو د وتلو شاهد دی؛ داسې نظامي وتل چې پايله يې روښانه نده او د سولې پروسې د بشپړ درېدو او د دوحې د خبرو، اترو په پايله کې د کومې پايلې نه تر لاسه کېدو په صورت کې د تاريخ د تکرار او د کورنۍ جګړې پيلېدو احتمال ناشونی ندی.

افغانستان د خپل جيوپوليټيکې موقعيت له مخې په معاصره دوره کې تل له لويو ځواکونو سره په شخړو او جګړو کې دی؛ خو جنګيالي افغانان هېڅکله دې ځواکونو ته ندي تسليم شوي. پر دې بنسټ بايد وپوښتل شي چې کوم لاملونه دي چې افغان خاورې ته د خارجي نظاميانو راتګ اسانه، خو ترې وتل يې تل بدې پايلې او رسوا کوونکې ماتې لرلې دي.

افغانستان د لويو ځواکونو د هديرې په توګه

افغانستان تر اوسه د درې لويو نظامي ځواکونو د حضور شاهد دی. په ۱۹ پېړۍ کې لوی انګلستان، په ۲۰ پېړۍ کې شوروي ځواکونه او په ۲۱ پېړۍ کې د امريکا متحده ايالتونو پر افغانستان نظامي بريد وکړ. تاريخي تجربې ته په کتو د لویې برتانيا او شوروي اتحاد ځواکونه بلاخره په ټيت سر له افغانستانه ووتل، دا ځل امريکايي ځواکونه هم له ۱۹ کاله حضور او د افغانستان د حکومت له مالي ملاتړ وروسته د خپل شتون په وروستيو کې دي، البته پرته له دې چې د افغانستان سياسي او امنيتي ستونزه حل شوې وي او يا دې باثباته راتلونکي ته کومه هيله وي.

د امریکا په انډيانا پوهنتون کې د وګړپوهنې استاد، پروفيسر نظيف شهراني له اطلاعات روز سره په خبرو کې په افغانستان کې د لويو ځواکونو د ماتې يو لوی لامل د افغانستان کورنۍ سياسي مسلې ته د هغوی نه پاملرنه بولي. شهراني پر دې باور دی چې لويو ځواکونو تل غوښتي چې د افغانستان د حل مسله له نظامي لارې حل کړي: «د انګرېزانو، روسانو او امريکايانو په څېر لوی ځواکونه پر افغانستان د بريدونو يا دې هېواد ته د داخلېدو په وخت کې له دومره مقاومت او ستونزو سره نه مخ کېدل، له دې امله يې فکر وکړ چې شايد د حل يوازينۍ لار، همدا نظامي لاره وي؛ خو لويو ځواکونو تل دې مسلې ته پام ندی کړی چې د افغانستان اصلي ستونزه له نظامي مخکې، سياسي ده. افغانستان په خپل داخل کې له سياسي بحران او تړلتيا سره ښکېل دی او کله چې لوی ځواکونه دې هېواد ته راځي، دې مسلې ته پام نکوي او له يوه لوري ملاتړ کوي، چې په نهايت کې د نورو خواوو په دښمني تماميږي.»

د امریکا په انډيانا پوهنتون کې د وګړپوهنې استاد، پروفيسر نظيف شهراني

د فرانسې د ستراتيژيکو او نړيوالو مطالعاتو په بنسټ کې څېړونکی، ډاکټر کريم پاکزاد له اطلاعات روز سره په خبرو کې په افغانستان کې د لويو ځواکونو د ماتې يو لوی لامل «د افغانستان جيو پوليټيکي موقعيت» بولي. پاکزاد د شوروي او امريکا نظامي ځواکونو د راتلو او تلو تر منځ مشابهتونو ته په اشاره وايي «شوروي چې کله په ۱۹۸۹ کې افغانستان پرېښود، يو پياوړی پوځ، قوي ملېشه او د وسلو او مهماتو ډېرې لويې زېرمې يې پرېښودې؛ هغه څه چې د ډاکټرنجيب الله حکومت ته يې فرصت ورکړ چې ۴ کاله مقاومت وکړي؛ خو امريکايانو برعکس له خپلو مخالفينو سره، چې دښمن يا د جګړې اساسي لوری دی، سوله وکړه او غواړي دا سوله د افغانستان اسلامي جمهوريت او وسله والو طالبانو تر منځ پراخه کړي. زه فکر نکوم چې امريکا دې کابل د يوه هوکړه ليک له لاسليک مخکې پرېږدي، خو که يې پرېښود، فکر نکوم چې د ډاکټر اشرف غني حکومت دې د طالبانو پر وړاندې ۴ کاله مقاومت وکړي. سياسي کمزوري د افغانستان د حکومت تر ټولو لوی داخلي دښمن دی.»

نظيف شهراني په افغانستان کې د سياست بندون ته په اشاره يو نوی مفهوم يادوي او په افغانستان کې د لويو ځواکونو د ماتې لامل د هغوی «کرايي سياست» بولي: «لوی ځواکونه چې کله پر افغانستان نظامي بريد کوي، افغانستان ته له داخلېدو وروسته هڅه کوي چې يو کرايي حکومت جوړ کړي. هغوی قومي سياستوال کرايه کوي، چې هغوی ته کار وکړي. هغوی حکومت کرايه کوي او پر دې بنسټ تر کله چې د حکومت او سياستوالو کرايه ورکوي، په افغانستان کې يې حالت ښه وي، خو کله چې د کرايې ورکولو توان ونلري او يا ونه غواړي چې کرايه ورکړي، د افغانستان کرايي سياستوال او حکومت هڅه کوي بل ځای کې کرايه شي او د هغوی ماتې ته زمينه برابروي. په افغانستان کې د لويو ځواکونو لويه ستونزه همدا ده چې هېڅکله يې په افغانستان کې د يو ولسي نظام او حکومت جوړولو پلان ندی لرلی، بلکې په کرايه اوسېدو يې کار مخ ته بيولی دی. له بل پلوه د سياستوالو کرايه کېدل په افغانسان کې په يوه سياسي چلند بدل شوي دي.»

شوروي له افغان مجاهدينو ماته وخوړه، که له غربي بلاک څخه؟

د پخواني شوروي اتحاد نظامي ځواکونه د ۱۳۶۷ کال په غويي مياشت کې په جينيوا کې د افغانستان، پاکستان، پخواني شوروي اتحاد او امریکا د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ د هوکړه ليک له لاسليک وروسته د ۱۳۶۷ کال د دلو په ۲۶ نېټه له حيرتان پُل څخه د سره پوځ د څلوېښتمې لوا د قومندان جنرال بوريس وسيولودوويچ ګروموف په تېرېدو په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووتل او په افغانستان کې يې خپل ۹ کلن نظامي شتون پای ته ورساوه. د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته ډېر ځنډ ونه وووت چې شوروي اتحاد سره وپاشل شو او د شوروي په مشري شرقي بلاک، د امريکا په مشري غربي بلاک ته عملا ماته وخوړه او په نهايت کې د سوړ جنګ جيوپوليټيکي نظم پای ته ورسېد. خو په افغانستان کې د مجاهدينو لخوا دا ډنډوره قوي شوه چې په دې هېواد کې د شوروي ماته او تر هغه وروسته د شرق کمونيستي بلاک پاشل کېدل د افغان مجاهدينو د مبارزې او مقاومت پايله وه. تر هغه وروسته نه يوازې مجاهدينو سياسي نظم رانوستلی شو، بلکې د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر سقوط وروسته مجاهدين په خپلو کې په کورنيو جګړو کې ښکېل شول او په افغانستان کې د کورنيو جګړو او سيمه ييزو او نړيوالو سياليو نوی فصل پيل شو.

پروفيسر نظيف شهراني د افغان مجاهدينو لخوا د شوري ځواکونو د ماتې ادعا ډېره واقعي نه بولي او د سړې جګړې جريان او د امريکا په مشرۍ د غرب د پانګوالي بلاک او د شوروي په مشرۍ د شرق د سوشيليسټي بلاک تر منځ سياسي، اقتصادي او نظامي سياليو ته په اشاره وايي: «دا جګړه افغانانو ته په سيمه ييزه کچه وه، خو په سيمه او نړۍ کې دا جګړه د لويو ځواکونو تر منځ په دوه سياسي قطبونو کې وه، بلاخره د امریکا په مشرۍ غرب په دې جګړه کې بريالی شو. البته غربيان د افغان مجاهدينو له لارې نه، بلکې تر ډېره د اقتصادي سيالۍ او د شوروي د کورنيو مسايلو له لارې بريالي شول. په واقعيت کې شوروي اتحاد له داخله پوده او شړېدلی و، چې د هغوی اقتصادي او متمرکز نظام د پراخ فساد زمينه برابره کړې وه او په نهايت کې له افغانستان څخه د خپلو نظامي ځواکونو اېستلو ته اړ شول.»

ښاغلی شهراني پر دې باور دی چې جګړه په لومړيو کې د خلکو لخوا د جهاد په نوم پيل شوه، خپله د افغانانو لخوا او د يوه بې دينه او کمونيستي هېواد پر وړاندې له اسلام څخه د دفاع په نوم وه؛ خو دا خودجوشه جهاد ژر هغو ځواکونو غلا کړ، چې له شوروي او کمونيستۍ نړۍ سره په ټکر کې و: «په حقيقت کې يې د افغانستان د خلکو مقاومت د پيسو او وسلو په مرسته غلا او د خپل ځان کړ. پر دې اساس په نهايت کې جګړه د دوه سياسي ــ اقتصادي قطبونو تر منځ وه.»

ډاکټر کريم پاکزاد دې ته په اشاره چې مجاهدينو د جګړې په ډګر کې د انساني ځواک په توګه د شوروي ځواکونو په ماته کې رول درلود، خو په افغانستان کې د شوروي ماته او تر هغه وروسته د شوروي اتحاد د جمهوريتونو پاشل کېدل د مجاهدينو د مبارزې او مقاومت پايله نه بولي او دا ادعا تر ډېره مبالغه يادوي. د ښاغلي پاکزاد په نظر «د ۱۹۹۰ کلونو په پيل کې د شوروي نابودي نوره حتمي وه. لوی لامل يې کمونيسيتي اقتصادي ناتواني وه چې ويې نشوای کولی په اقتصاد کې د خصوصي رقابت په ردولو د شوروي له سرشارو سرچينو استفاده وکړي او غربي بلاک د دايمي مخ پر ودې اقتصاد سره سيالي څه، چې پر وړاندې يې مقاومت وکړي.»

د فرانسې د ستراتيژيکو او نړيوالو مطالعاتو په بنسټ کې څېړونکی ډاکټر کريم پاکزاد

ښاغلی پاکزاد پر دې باور دی چې سړې جګړې او تسليحاتې سياليو، چې له شوروي په نړۍ کې لوی نظامي ځواک جوړ کړی و، برعکس د اقتصادي او انساني ځواک په برخه کې يې د دې هېواد توانايي په پراخه کچه کمه کړې وه. شوروي په کلتوري جګړه کې «د کلتوري او اطلاعاتو جبهه هم د غرب پر وړاندې لوبه بايللې وه. د شوروي تر اغېز لاندې متحدو هېوادونو کې هم مخالفتونه زيات شوي و او سور پوځ اړ شو چې د چکسلواکيا او مجارستان د خپلواکي پاڅون په وسله، ټانک او سرتيري وځپي.»

د سړې جګړې په دوران کې افغانستان غربيانو ته د پاکستان او د خليج حوزې د عربانو د مالي ملاتړ او انساني ځواک په دوه چنده مرسته د شرق او غرب بلاکونو د نيابتي جګړې ډګر و. د جګړې جيوپوليټيک نظم له پاشل کېدو سره افغانستان د امريکا لپاره جيوپوليټيکي ارزښت له لاسه ورکړ، خو د انارشېستو عربانو لکه القاعده ډلې او بې وطنه افغان ــ عربانو لپاره، چې د جګړې پر مهال له شوروي سره جنګېدلي و، د خپلو جهادي خوبونو د رښتيا کېدو لپاره د جګړه ځپلي افغانستان د جغرافيې اهميت دوه چنده شو.

د اسلامي دولت په رامنځته کولو او د قدرت په وېش کې د مجاهدينو له ناتواني سره د طالبانو تحريک رامنځته شو او په نهايت کې د القاعده ډلې لخوا د سپټمبر د يوولسمې له بريدونو وروسته، چې په افغانستان کې يې کوربه د طالبانو اسلامي امارت و، امريکا او اروپايي شريکان يې، لکه ناټو، افغانستان ته راغلل؛ خو په افغانستان کې د امريکا او د دې هېواد د متحدانو له ۱۹ کلن نظامي حضور وروسته امريکايانو له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې پيل کړې او له افغانستان څخه يې د امريکايي ځواکونو د اېستلو په انعطاف د سولې هوکړه ليک لاسليک کړ، چې پر بنسټ يې بايد تاوتريخوالی کم شوی وای، اوربند شوی وای، د افغان حکومت له زندانونو طالب بنديان خلاص شوي وای او وسله والو طالبانو د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره سولې ته د رسېدو لپاره خبرې کړې وای.

سره له دې چې له امريکا سره د وسله والو طالبانو د سولې د هوکړه ليک پر بنسټ طالبان زندانيان خلاص شول، خو د هوکړه ليک نورې ژمنې ورځ په ورځ هيريږي؛ په داسې ډول چې اوسمهال د افغانستان اسلامي جمهوريت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې له هېڅ پرمختګ پرته عملا درېدلې دي. امريکايان د وتلو د څرنګوالي په مشاورو بوخت دي، خو وسله وال طالبان له مخکې زیات په جګړه او سياست کې فعال شوي دي. پر دې اساس بايد وپوښتل شي چې آيا امريکايان به هم د شوروي په برخليک اخته شي او د تاريخ له هماغه لارې به تېر شي؟