د ارزګان لوړو زده کړو موسېسه کې د استادانو کمښت د محصلینو تدریسي چارې ټکنۍ کړي

ارزګان د هیواد یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې په تېرو څو لسیزو کې دغلته په تعلیمي برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی او د لوړو زده کړو له همدې یوې موسېسې پرته چې هغه هم د کندهار پوهنتون پورې تړلې ده، بل هیڅ خصوصي او دولتي پوهنتون په کې نه دی موجود او نه هم تر اوسه د یادې موسېسې د پرمختګ لپاره کوم د پام وړ ګام اخیستل شوی دی.

د لوړو زده کړو په دې موسېسه کې چې د بېلابېلو ولایتونو شاوخوا ۱۲۰۰ محصلین په زده کړو بوخت دي، مسوولین او زده کړیالان یې وایي، د استادانو له جدي کمښت سره مخ دي چې له امله يې د محصلينو تدریسي چارې ټکنۍ شوي او شته استادان د زیات تدریس له کبله سخت ستړي او هغه ډول چې لازمه ده د زده کړو بهیر سم پرمخ نه ځي.

د ارزګان د لوړو زده کړو موسېسې لپاره د طالبانو ريیس مولوي رحمت الله رحماني وايي، چې دې موسېسه کې د استادانو د کمښت له کبله شته استادان په اونۍ کې د ۲۱ ساعتونو پر ځای ۴۶ ساعتونه تدريس کوي او ترڅنګ یې اړ دي چې اداري چارې هم مخته یوسي.

رحماني زیاتوي، که څه هم د دغې موسېسې د فعالیت یوولس کاله کېږي، خو تر اوسه د دوکتورا په کچه استاد نه لري او اوس دوی هڅې پېل کړي ترڅو شته استادان مسلکي وروزي او د دوکتورا تر کچې ورته د زده کړو زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل: «اساسي موضوع دغه ده چې له يوې خوا څخه زموږ په خپله د لوړو زده کړو موسېسه کې د استادانو له کمښت سره مخامخ يو بل ستونزه دغه ده چې موږ په ټوله موسېسه کې د دوکتورا ترکچي دوکتورا استاد نه لرو دا يو پوهنتون دی دلته باید په لوړه کچه علمي کدرونه موجود وي زموږ يو استاد چې باید د ۱۷ څخه تر ۲۱ ساعته تدريس وکړي اوس مهال ۴۶ ساعتونه لري او ترڅنګ يې ادارې چاري هم ورسره مخې ته وړي.»

ورته مهال د یادې موسېسې محصلین هم د استادانو کمښت جدي ستونزه بولي او وایي، تدریسي چارې په شته استادانو زیاتې دي.

د دغه موسېسې يو تن محصل جاويد وايي، چې د استادانو د کمښت له امله په تفصلي ډول دوی ته مضامين نه تدريس کېږي او د طالب مسوولينو غوښتنه کوي، چې د دوی ستونزو ته دې پاملرنه وکړي.

جاويد وویل: «رشتيا هم زموږ په پوهنتون کې د استادانو کمښت زيات دی ډير استادان وي چې زياتي تدریسي چارې ترسره کوي هغوی ستړي کېږي نو هغه ډول چې اړتيا ده د يوې موضوع تفصيل نه ترسره کېږي موږ د حکومت څخه غواړو چې زموږ دغه ستونز حل کړي.»

د ارزګان د لوړو زده کړو موسېسې يو بل محصل محمد قاسم له ورته ستونزې شکایت کوي او وایي :«زموږ استادان ډير زيات زخمت کاږي ترڅو پر موږ باندې مضامين کريډيټ نه شي تر خپلې وسي زيات تدريس کوي استادان کم دي او ډير ساعتونه هغوی اخيستې وي موږ د حکومت څخه غواړو چې دغه ستونزه حل کړي.»

بلخوا ارزګان کې د طالبانو والي مولوي محمد علي ياد پوهنتون کې د استادانو د کمښت ستونزه پرځای ګڼي او وایي، چې اوس مهال د دې موسېسې نږدې ۱۹ تنه په هېواد کې دننه او له هېواده د باندې په زده کړو بوخت دي چې له امله يې د استادانو  کمښت رامنځته شوی دی.

نوموړی زیاتوي، هڅه کوي چې د دې موسېسې بشري ځواک پیاوړی او ټول استادان یې مسلکي شي.

هغه وویل: «زموږ ۸ تنه استادان په داخل هېواد کې او ‍۱۱ تنه نور په بهرنيو هېوادونو کې د ماسټرۍ په زده کړو بوخت دي ترڅو مسلکي شي ترڅنګ د وزارت لخوا څخه زموږ پوهنتون ته ۵ بستونه تېر کال او ۵ نور بستونه په روان کال کې ورکول کېږي چې ورسره به د ښوونکو د کمښت ستونزه حل شي.»

ارزګان کې داسې مهال د لوړو زده کړو موسېسې مسوولين او محصلين د استادانو له کمښت څخه شکايت کوي، چې تر دې وړاندې د يادې موسېسې مسوولينو ادعا کوله چې دا موسېسه ودانۍ نه لري او تدریسي چارې يې کډې وډې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه